افغان ځانګړو ځواکونو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي ۳۰ وسله وال طالبان وژلي او لس نور يې ټپیان کړي دي.
د کندهار د پوليسو ویاند څارن ضيا دراني وایي، په میوند ولسوالۍ کې دغه ۲۴ ساعته عمليات د افغان ځانګړو ځواکونو د «صفر۳» قطعې ترسره کړي او پر مهال يې د وسله والو طالبانو لس مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.
د دراني په وینا په ميوند ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په نتیجه کې ۳۰ وسله وال وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د پوليسو د ویاند په خبره د عملیاتو پر مهال د وسله والو یو روغتیایي مرکز، ۲۶ موټرسایکلان، ۸ موټران، یوه د ټلیفون دستګاه او يو شمېر کمپیوټرونه هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي:
" ۳۰ وسله وال وژل شوي لس نور ټپیان شوي دغه راز د وسله والو د تېلو یوه ذخیره لمنځه وړل شوي یوه د درملو خونه او ۲۶ کړۍ ماینونه لمنځه وړل شوي."
چارواکي وایي، په دغو عملياتو کې د ځانګړو ځواکونو دوه سرتېري هم ټپيان شوي، خو بل چاته زيان نه دی اوښتی.
بلخوا نن سهار د کندهار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د تازه ميوې د یوه مارکېټ سره د ملي اردو پر ځواکونو ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې چې له امله يې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه د میوند ولسوالۍ د ځانګړو ځواکونو د عملياتو او د کندهار ښار د دې وروستۍ امنیتي پېښي په اړه تبصره نه ده کړې.
راپور: صادق رښتینی