د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

پر سعودي د حوثي یاغیانو د راکټي حملو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غبرګون


سعودي عربستان په دې وروستیو کې اووه توغندي چې د یمن حوثیانو له‌خوا د دوی پر خاوره ویشتل شوي وو، په هوا کې له‌منځه یوړل.

پر سعودي عربستان د یمن د حوثي یاغیانو وروستی راکټي برید د روان میلادي کال د مارچ پر ۲۵مه ترسره شو.

د سعودي پوځ وایي، درې توغندي یې مخکې تر دې چې پر ریاض ولګېږي، په هوا کې شنډ کړل.

پوځ زیاتوي د شنډو شویو توغندیو ټوټې پر یوې استوګنیزې سیمې ولوېدې چې په نتیجه کې یې یو مصری کارګر ووژل شو.

د سعودي عربستان هوایي مدافع ځواکونه دغه‌راز زیاتوي چې هغه توغندي یې په هوا کې له‌منځه وړي چې د نجران «Najran»، جیزان «Jizan» او خمیس مشیط «Khamis Mushait» ښارونو پر لور ویشتل شوي وو.

سعودي عربستان
سعودي عربستان

د سعودي په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو د مارچ پر ۲۹مه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د دغو راکټونو ټوټې ښیي چې هغه په ایران کې جوړ شوي دي.

د دغه ائتلاف یوه ویاند وویل:

"د ایران پر وړاندي په یوه مناسب وخت کې د دې کار د غبرګون حق له دوی سره شته."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو راکټي برید په کلکه وغانده.

دغې شورا همداراز د هغو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې چې وایي حوثي یاغیانو د دغه توغندي د ملګرو ملتونو له لوري د وسلو د تحریم په سرغړونې سره ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مارچ د ۲۸مې په اعلامیه کې ویل شوي چې د روسیې، چین او لوېدیځو قدرتونو په ګډون د دغې شورا ١٥ غړو هېوادونو دغه حمله په سختو ټکو غندلې او هغه‌یې د سیمې د امنیت لپاره یو ګواښ بللی دی.

امنیت شورا دغه‌راز خبرداری ورکړی چې حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د راکټي بریدونو د دوام ګواښ کړی دی.

دغه شورا ایران تورنوي چې بالیسټیک توغندي حوثي یاغیانو ته ورکوي، خو تهران دغه تورونه ردوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې په یمن کې د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو او د ملکي خلکو پر ژوند د شخړو د اغېزو له کبله اندېښنه ښودل شوې ده.

سره له دې چې په دې اعلامیه کې د کوم هېواد نوم نه‌دی اخیستل شوی چې کوم هېواد د امنیت شورا د وسلو د تحریم له پرېکړي سرغړونه کړې، خو د ملګرو ملتونو خپلواکو کارپوهانو داسې نتیجه اخیستې چې دغه توغندي په ایران کې تولید شوي چې تېر کال هم حوثي یاغیانو په ورته برید کې کار ترې اخیستی وو.

له دې نتیجې سره سره روسیې تېره میاشت هغه طرحه ویتو کړه چې لوېدیځو هېوادونو یې ملاتړ کاوه او په هغه کې ایران د ملګرو ملتونو د وسلو د تحریم څخه سرغړوونکی هېواد بلل شوی و.

د امریکا متحده ایالات په ځانګړي ډول هڅه کوي څو ایران په رسمي ډول حوثي یاغیانو ته د بالیسټیک توغندویو او بې‌پیلوټه الوتکو د ورکولو مسؤل وپېژندل شي.

XS
SM
MD
LG