د مارتین لوتر کېنګ د وژل کېدو د ۵۰م تلین په مناسبت په امریکا کې یو شمېر غونډې او مناسبتونه په نظر کې نیول شوي دي.
په امریکا کې د مدني حقوقو د مبارزې د مشهور مشر مارتین لوتر کېنګ تلین په رارسېدو دی او تر ټولو ګڼ مناسبتونه دتینیسی ایالت په ممفیس ښار کې په نظر کې نیول شوي چېرته چې نوموړي د خپل ژوند وروستۍ شېبې تېرې کړې.
د مدني حقوقو مشر مارتین لوتر کېنګ ۵۰ کاله پخوا د تینیسي ایالت د ممفیس ښار د یوه هوټل په برنډه کې په ډزو ووژل شو.
د ۱۹۶۸ کال د اپرېل د میاشتې په څلورمه دا پېښه د امریکا د تاریخ له مهمو واقعاتو څخه ده.
هغه کسان چې غواړي د لوتر کېنګ په مبارزې او په مدني غورځنګ کې د ممفیس د ښار په ونډې ځان خبر کړي، نو د دغه ښار لیدو ته ورځي.
د ښار موزیمونه، کلیساوې او حتی د بییل سټریټ په نامه مشهور سړکیې ټول د لوتر کېنګ د ژوند د وروستیو ورځو داستان بیانوي.
تمه ده چې زرګونه کسان به د لوتر کېنګ د وژل کېدو د ۵۰م تلین په مناسبت د دغه ښار لیدنه وکړي.
د لوتر کېنګ د هلو ځلو په ویاړ او د حفظالصحې د کاریګرو د هغه اعتصاب د یاد لپاره چې له املهیې نوموړی دغه ښار ته ورغلی وو تر اوسه څو مناسبتونه ترسره شوي دي او د اپرېل په میاشت کې به د مارشونو، ویناوو او غونډو په شمول نور هم ترسره شي.
ممفیس ښار څو د پام وړ ځایونه لري لکه د مدني حقوقو ملي موزیم، د کلي بورن په نامه د 18مې پېړۍ یوه کلیسا چې د حفظالصحې د کاریګرو د اعتصاب مرکز وو او د ماسون ټمپل کلیسا چې لوتر کېنګ پهکې له شوره ډکه مشهوره وینا کړې.
تمه ده چې د مارتین لوتر کېنګ د تلین په مناسبت شااوخوا ۱۰۰ زره کسان د دغې کلیسا په لور لاریون وکړي.
په واشنګتڼ ډي سي کې چېرته چې لوتر کېنګ دی «زه یوه هیله لرم» تر عنوان لاندې خپله مشهوره وینا کړې هم محفلونه په نظر کې دي.
دغهراز په الباما، جورجیا او نورو ایالاتو کې هم غونډې او مناسبتونه ترسره کېږي.