د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هېواد کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښیي او وایي، د دغه وضعیت د بدلون لپاره عملي اقداماتو ته اړتیا ده.
که څه هم د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د افغانانو د بشري حقونو د تضمین په برخه کې د افغان حکومت د هڅو هرکلی کوي، خو وایي د خلکو اساسي ستونزو ته په کتو دا اقدامات کافي نهدي.
د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د جګړو دوام، د ملکي تلفاتو ډېروالی، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، د ماشومانو وضعیت او روغتیایي امکاناتو ته د خلکو نهلاسرسي ته په اشارې دا وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
ښاغلي صدیقي وویل:
"له بده مرغه د بشري حقونو وضعیت اوس هم په افغانستان کې د اندېښنې وړ دی، موږ هیله لرو چې ځیني عملي اقدامات وشي چې موږ په عمل کې تغییرات وګورو، که څه هم د قانوني، حقوقي او ساختاري لحاظه ځیني اقدامات شوي دي، خو د عمل په ساحه کې مشکلات لرو او د مشکلاتو پر اساس دا اقدامات کافي نهدي."
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د چهارشنبې په ورځ ملګرو ملتونو هم په خپل کلني راپور کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځینو ستونزو ته اشاره کړې ده.
په دغه راپور کې په وسلهوالو شخړو کې د ملکیانو او په تېره بیا د ماشومانو خوندیتوب، د ښځو پر خلاف د تاوتریخوالي ختمېدو، جنسیتي مساواتو، د شکنجې او جبري نیونو مخنیوي او همداراز د سولې او پخلاینې په پروسو کې د بشري حقونو پر رعایت باندې تمرکز شوی دی.
د یادو مواردو تر څنګ د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند هغو بشري برخو ته اشاره کوي چې په وینا یې باید کار ورته وشي.
نوموړي زیاته کړه:
"که څه هم زموږ اساسي پیشنهاد دا دی چې د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه تضمین شي، نهیوازې سمبولیکه، بلکې په اساسي شکل باندې او بل د جګړو د قربانیانو سره مرسته ده، دا یوه بله ساحه ده چې خلک توجه نهورته کوي، متأسفانه تر اوسه په دې اړه مشخص قوانین نهشته."
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېشنرۍ مرستیالې کیت ګیلمور د دې راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، سره له دې چې افغانستان د بشري حقونو په نړیواله شورا کې شامل دی، خو د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمېشنري هوډ لري چې له افغان حکومت سره په داوطلبانه ډول د شویو ژمنو او سپارښتنو د عملي کېدو لپاره همکاري وکړي.