د ارزګان والي وايي په دغه ولایت کې د وسلهوالو طالبانو صحرايي محاکمې د دولت تر عدلي او قضايي ارګانونو ښه فعالیت کوي او خلکيې له پرېکړو راضي دي.
محمد شفیق اسدالله سعید دغه خبرې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د وري ۰۸» په دغه ولایت کې د عدلي او قضايي ارګانونو لهخوا په یوه جوړه شوې غونډه کې وکړې.
نوموړی وايي، ځکه له صحرایي محاکمو خلک راضي دي چې په خبرهيې په دولتي عدلي او قضايي ارګانونو کې د خلکو قضیې پر وخت نهڅېړل کېږي او په صحرايي محاکمو کې بیا د دغو ستونزو مخه نیول شوې ده.
ښاغلي سعید له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتنه وکړه چې د خلکو قضيې پر وخت وڅېړي، څو خلک له صحرايي محاکمو څخه مخ راواړوي.
ښاغلي سعید وویل:
"که چېرې د خلکو قضیه په کلونو کلونو او یا هم په میاشتو میاشتو نهڅېړل کېږي، خلک مجبور دي چې صحرايي محاکمو ته لاړ شي او خپلې ستونزې حل کړي، ځکه ویل کېږي چې په دولتي ادارو کې قضيې پر وخت نهڅېړل کېږي او خلک ترې راضي نهدي."
محمد شفیق اسدالله سعید دغهراز په خپلو خبرو کې وویل چې د ارزګان ولایت په هېڅ یوه ولسوالۍ کې څارنوال او قاضي شتون نهلري چې له املهيې خلک له ستونزو سره مخ دي.
په ورته وخت کې بیا د عدلي او قضايي ارګانونو مسؤلين وايي، که قانون پلی کړي، ژوند يې په خطر کې دی.
په دغه ولایت کې د استېناف محکمې رئیس فهیمالله نیازی وايي، دولتيې د ژوند د خونديتوب لپاره هېڅ هم نهدي کړي.
نوموړی وايي، که دولت غواړي چې قانون پلی شي، باید د قاضیانو امنیت خوندي کړي.
ښاغلی نیازی ژمنه کوي چې د خلکو قضیه به پر وخت څېړي.
نیازی وايي:
"په ترینکوټ ښار کې زموږ د هېڅ یو قاضي امنیت نهدی خوندي او دولت ورته هېڅ هم نهدي کړي، ځکه زما یو قاضي یو مجرم په ۲۰ کاله بند محکوموي، نو بیا د مجرم کس خپلوان زما قاضي ژوندی نهپرېږدي، نو دولت باید زموږ امنیت خوندي کړي او بیا موږ کولای شو چې قانون پلی کړو."
په یاده غونډه کې د عدلي او قضايي ارګانونو مسؤلینو دغهراز پر امنیتي مسؤلینو نیوکه وکړه چې په غیر قانوني ډول بېګناه خلک نیسي او دوسیه ورته جوړوي او په ښار کې خلک ځوروي او له هټۍوالو په زوره خوراکي او غیر خوراکي مواد اخلي.
د استېناف څارنوالۍ څارنوال میرویس او د استېناف محکمي یو قاضي داسې وویل:
"میرویس یم، تېره ورځ د ملي امنیت ادارې یو کس غیر قانوني نیولی دی او دوسیهيې ورته جوړه کړې، ولې د دغه کس جرم معلوم نهدی او نه هم پرې اسناد شته او بېګناه دی."
"په ترینکوټ ښار کې پولیس له هټۍوالو خوراکي او غیر خوراکي توکي واخلي، خو پيسې نهورکوي."
امنیتي مسؤلین هم د عدلي او قضايي ارګانونو د مسؤلینو دغه خبرې مني، خو وايي چې تر وسهيې پورته خبره ده او په خبرهیې چې مخهيې زورواکانو نیولې ده.
د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ جنايي مدیر محمد نسیم وردګ داسې وویل:
"زه دا منم چې په ارزګان ولایت کې پولیس ظلم کوي او له خلکو څخه پیسې اخلي، خو زهيې مخه نهشم نیولی ځکه زورواکي يې ملاتړ کوي او که زه لاس وروړم دوهمه ورځ ما هم وژني، تېره ورځ ما یو مجرم ونیو، راته ۱۰۰ زره اخطارونه راکړل شول."
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د دغه ولایت والي هم ویلي چې دغلته امنیتي مسؤلین بېکفایته دي او د غلا لپاره سره یو موټی شوي دي.
راپور: شریفالله شرافت