د افغانستان د ډاکترانو سراسري ټولنه وايي، که حکومت د ډاکترانو او روغتیايي کار کوونکو امنیت خوندي نهکړي، ډاکتران به ونهتوانېږي چې خلکو ته لازم روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
د دغې ټولنې غړو د چهارشنبې په ورځ د کابل په ابن سینا روغتون کې په یوې اعتراضیه غونډه کې پر حکومت او په تېره پر امنیتي ارګانونو غږ وکړ چې پروفیسور اسدالله ضرابي دې له سړي تښتوونکي څخه له قید او شرطه پرته راخوشې کړي.
د دغې ټولنې یوه غړي ډاکتر ولي حیاتي وویل:
"د دولت مشرانو او د امنیتي ادارو اراکینو ته وایو چې که د ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي، هنري او علمي بنسټونو امنیت تأمین نهوي، حکومت کولو ته ځای نهپاتې کېږي. هیله ده دولت او امنیتي ادارې، زموږ د خوږ دوست ډاکتر ضرابي د موندلو او خلاصون لپاره چې هر څه په توان کې لري، ویې نهسپموي."
د افغانستان مشهور ډاکتر پروفیسور اسدالله ضرابي وړمه ورځ ماښام کله چې د کار له ځایه د کور په لوري روان و، نا معلومو کسانو تښتولی دی.
امنیتي او کشفي ارګانونو تر اوسه د ډاکتر ضرابي د مړینې او ژوند په اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې د ډاکتر ضرابي د خوشې کېدو په خاطر، پر امنیتي او کشفي ارګانونو ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې د ډاکتر ضرابي تښتونه نوې پېښه نهده، بلکې پخوا تر دې په ننګرهار، هرات، کندهار او کندز ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.
د افغانستان د ډاکترانو د ټولنې په دغې اعتراضیه غونډه کې د کورنیو چارو او دفاع د وزارتونو او د ملي امنیت د عمومي ریاست استازو، د کابل والي او د عامې روغتیا وزیر هم ګډون کړی و چې پهدې برخه کې یې د همکارۍ ژمنې وکړې.
د کابل امنیه قوماندان داوود امین وویل، د ډاکتر ضرابي د ځای د موندلو او راخوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.
ده زیاته کړه:
"ډاکتر صاحبانو دا فکر مهکوئ چې موږ ویده یو، زه زېری درکوم چې دغه مسایل به حل شي او د ډاکتر صاحب اړوند دومره ویلی شم، هغه کسان چې ډاکتر صاحبیې په دې ورځ تعقیب کړی، هغه نیول شوی دی."
ځینو داکترانو ویل، که سړي تښتوونکي د قانون سره سم مجازات شي، ورته پېښې به کمې شي.
راپور: خان محمد سیند