د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۷

د استرالیا د کرکټ پر دوو لوبغاړو د کرکټ ۱۲ میاشتینی بندیز ولګېد


د استرالیا دوو مشهورو لوبغاړو ډیورد وارنر او سټیون سمېت ته په کرکټ کې د ۱۲ میاشتو د بندیز سزا اعلان شوه.

د کرکټ مشهورې وېب‌پاڼې کرېک انفو لیکلي، دواړه لوبغاړي له سوېلي افریقا سره د ټېسټ سیالۍ په درېیمه ورځ د توپ په خرابولو تورن شوي وو.

استرالیا له دې پېښې وروسته له دوی څخه هېواد ته د ژر بېرته ستنېدو غوښتنه کړې وه.

دا دواړه لوبغاړي نه‌یوازې د استرالیا لپاره په لوبو کې ښه ځلېدلي، بلکې په هندوستان کې په سوداګریزو سیالیو یا «ای پي ال» کې هم د دوو لوبډلو لوبډل مشران دي.

XS
SM
MD
LG