د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۱

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن سې شنبه کابل ته راورسېده


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړیوال جام د غوراوي لپاره د زېمبابوې د سیالیو د اتلولۍ په خپلولو سره، نن سې شنبه کابل ته راستنه شوه.

د کرکټ ملي لوبډلې د هرکلي لپاره په کابل کې یو لړ مراسم په پام کې نیول شوي دي.

د ازادي راډيو خبریال وایي چې د کابل له هوایي ډګره د افغانستان تر راډیو ټلویزیونه پورې چې په پام کې ده دغه مراسم په‌کې ترسره شي، د لارې په دواړو غاړو کې خلک خوښي کوي او ډولونه وهل کېږي.

په دغو ۵۰ اوریزو سیالیو کې چې د زېمبابوې په پلازمېنه هراره کې پیل شوې وې، افغانستان له وېسټ انډیز، شمالي ایرلنډ او متحده عربي اماراتو لوبې وګټلې.

له افغانستان سره وېسټ انډیز هم د ۲۰۱۹ میلادي کال نړيوال جام ته چې په وېلز او انګلستان کې ترسره کېږي، ووت.

XS
SM
MD
LG