د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۸

په غور کې د بزګر ورځې د لمانځلو په مناسبت د فوټبال سیالۍ پیل شوې


په غور ولایت کې د بزګر ورځې د لمانځلو په مناسبت، د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د دولت‌يار ولسوالۍ د فوټبال الف ټیمونو ترمنځ تېره ورځ پیل شوي چې ۱۶ لوبډلې په‌کې ګډون لري.

د دغه فدراسیون د مسؤلینو په خبره، د فوټبال دغه سیالۍ به درې اوونۍ دوام کوي او له دې لارې به خلکو ته د سمسور افغانستان پيغامونه هم ورکول کېږي.

د بزګر ورځې د لمانځلو په مناسبت، دغه سیالۍ هر کال په غور ولایت کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG