د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د ارزګان چارواکي: د ترینکوټ په عملیاتو کې طالبان ۳ کېلو متره په شا تمبول شوي


د ارزګان ولایت سیمه‎ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یې د افغان او بهرنیو ځواکونو له‎خوا د نصرت په نوم روانو عملیاتو کې وسله‎وال طالبان درې کېلو متره په شا تمبولي او سیمې یې ورڅخه نیولې دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت‎الله صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال ۳۰ وسله‎والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

ګڼې سیمې له وسله‎والو طالبانو تصفیه شوي.

بل‎خوا بیا یوې دولتي باوري سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي
راډيو ته وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال ۸ افغان سرتېرو ته هم مرګ
ژوبله اوښتې.

له دې سره دغلته د سیمې خلک هم ډېر خوښ دي، خو له دولته د مرستو غوښتنه کوي.

د وسله‎والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيو ته په یوه استولي برښنا لیک کې ویلي چې دغلته‌یې د افغان پوځ روان عملیات په شا تمبولي او ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې له تېرو پنځو ورځو راهیسې افغان او بهرنیو ځواکونو د نصرت په نوم پوځي عملیات د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په موخه پیل کړي دي.

په ارزګان ولایت کې د ازادي راډيو خبریال شریف‎الله شرافت د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی، بشپړ راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG