د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

د افغانستان د فوټبال ټیم له کمبودیا سره د مسابقې ډګر ته وځي


د افغانستان د فوټبال ټیم نن سې شنبه د اسیايي هېوادونو د اتلولۍ جام ته د لار موندنې د لوبو په لړۍ کې له کمبودیا سره د مسابقې ډګر ته وځي.

دا لوبه د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې کېږي.

افغانستان که بریالی هم شي اسیايي لوبو ته لاره نه‎شي موندلی ځکه له مخکېنیو سیالیو یې مطلوبه نتیجه نه‎ده ترلاسه کړې.

خو د افغانستان د فوټبال ټیم روزونکي او کپټان دواړو ویلي چې لوبډله‌یې د بریالیتوب تر لاسه کولو لپاره ډګر ته وځي.

بل‎خوا ټاکل شوې چې د کرکټ ملي لوبډله نن د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي سیالیو د اتلولۍ له جام سره، له زېمبابوې کابل ته ورسېږي.

تمه کېږي چې د کرکټ مینه‎وال به د لوبډلې تود هرکلی وکړي.

XS
SM
MD
LG