د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۲

د کرکټ افغان لوبډله سبا خپل هېواد ته راستنېږي

تمه ده چې سبا سې شنبه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې له بریالي ګډونه وروسته د دغو سیالیو له جام سره هېواد ته راستنه شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله که څه هم د دغو سیالیو په لومړي پړاو کې ښه ونه‌ځلېده، خو د شپږو غورو لوبډلو په پړاو کې یې بیا خپل ټول سیالان مات او وتوانېده چې نړیوال جام ته لار پیدا کړي.

د کرکټ ملي لوبډلې تېره ورځ د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په پای‌لوبه کې وېسټ انډيز ته په ماتې ورکولو سره، د دغو سیالیو اتلولي هم په خپل نوم کړه.

نړیوال جام ته د افغان لوبډلې وتل او د غواروي پړاو سیالیو اتلولي د افغانانو له تاوده هرکلي سره مخ شوه او ټاکل شوې چې هېواد ته د ملي لوبډلې راتګ هم په شاندارو مراسمو ولمانځل شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG