د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

کونړ: طالبانو یو ښوونځی هم نه‌دی تړلی، خو د پاکستان بریدونو ۶ ښوونځي تړلي


په کونړ ولایت کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې تر اوسه‌يې په ولایت کې وسله‎والو مخالفینو یو ښوونځی هم نه‎دی تړلی، خو د پاکستاني ځواکونو د توپچي بریدونو په وجه ۶ ښوونځي بند دي.

د کونړ د پوهنې رئیس مجیب‎الرحمن همدرد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ولایت په لیرې او ناامنو سیمو کې يې ښوونځي فعال دي او تر اوسه د دولت د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا کوم ښوونځی نه‎دی تړل شوی.

نوموړی وايي:

"د الله شکر دی، تر دې دمه ماته داسې کوم راپور نه‎دی راغلی چې د کومې ډلې له‎خوا موږ ته د ښوونځي د تړلو کوم ګواښ شوی وي، بلکې موږ ته ډاډ راکړل شوی چې د معارف په برخه کې به ستونزې نه‎وي او همکارې به کوي."

همدرد وايي، د ډیورند کرښې ته په نږدې پرتو ساحو کې د پاکستاني ځواکونو د توپچي بریدونو له امله شپږ ښوونځي تړل شوي چې له یادو سیمو خلکو هم کډې کړې دي.

نوموړی وايي:

"زموږ ځیني ښوونځي د جګړو له امله غیر فعال دي او یا هم د پاکستان له‎خوا بریدونه دوام لري. نو په ‎دې اساس خلک راکډه شوي او ښوونځي غیر فعال دي، خو تړل شوي نه‎دي. شپږ ښوونځي زموږ غیر فعال دي، دا په دانګام، شلتن او سرکاڼو ولسوالیو کې دي."

هغه وايي، له کومو سیمو چې خلک کډه شوي، د هغوی ماشومانو ته‌يې په نورو ښوونځیو کې د زده‎کړو زمینه برابره کړې ده.

پر شلتن ولسوالۍ هم تل د پاکستان پوځ د توپونو درنې ډزې کوي چې د زیاتو سیمو يې اصلي اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او له زده‎کوونکو هم ښوونځي پاتي.

د یادې ولسوالۍ د چوګام د ښوونځي سر ښوونکي محمد ایوب ازادي راډیو ته وویل:

"د پاکستان له‌خوا مرمۍ راځي او زموږ ۵ ښوونځي په بره دره کې ټول بند دي، خلکو کورونه پرېښودل، موږ څخه زده‌کوونکي هم تیت پرک شول او د ډزو له وېرې څوک ښوونځیو ته نه‎شي تللی."

د پاکستاني توپچي بریدونو په وجه بې‌کوره شوي خلک وايي، حکومت او نړیواله ټولنه باید په پاکستان فشارونه زیات کړي، څو يې پوځونه د دوی په کورونو او د کونړ پر خاوره له بریدونو منع شي او دوی بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.

د کونړ مسؤلین تل د پاکستاني ځواکونو له‎خوا توپچي بریدونه تأییدوي، خو وايي چې د یادو بریدونو راپور يې مرکز کابل ته لېږلی، خو تر اوسه د لېږل شویو راپورونو کومه داسې مثبته پایله نه‎ده معلومه شوې.

په کونړ کې د پوهنې ریاست مسؤلین په‎داسې حال کې د شپږو ښوونځیو د غیر فعالېدو خبره کوي چې د شنبې په ورځ ولسمشر د نوي ښوونیز کال د پیل په غونډه کې وویل چې په ټول هېواد کې ۱۰۰۰ ښوونځي د جګړو او وسله‎والو مخالفینو د ګواښونو له امله بند دي چې شااوخوا د ۳ میلیونه ماشومانو د زده‎کړو مخه‌يې نیولې ده.

راپور: روح‎الله انوري

XS
SM
MD
LG