د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

افغانستان د ۲۰۱۹م کال د نړېوال جام د غوراوي سیالیو پاېلوبه وګټله


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي جام پایلوبه وګټله او د ۲۰۱۹ میلادي نړیوال جام ته د لومړي ټیم په توګه ووت.

د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړيوال جام غوراوي سياليو پايلوبه د یکشنبې په ورځ د زمبابوې په هرارې لوبغالي کې وشوه چې افغان لوبډلې په کې ویسټ انډیز ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه.

د پایلوبې پچه یا ټاس ویسټ انډیز وګاټه او لومړی یې د بېټېنګ یا توپ وهنې پریکړه وکړه، خو لوبغاړیو یې د افغان بالرانو مقابله ونه کړای شوه او ټول ټیم په ۴۷ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۴ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۰۵ منډو هدف ورکړ.

که څه هم ویسټ انډیز د لوبې پیل ښه نه و او اوپنران یې ژر اوټ شول، خو بیا وروسته مډل ارډر یا د منځ لوبغاړو ښه لوبه وکړه او رومن پاول ۴۴ او شمېرون هېټمیار ۳۸ منډې جوړې کړې.

له بلې خوا بیا افغان بالران په دغه پاېلوبه کې یو ځل بیا ښه بالېنګ وکړ چې له دې ډلې مجيب ځدراڼ ۴، ګلبدين نايب ۲، دولت ځدراڼ، شرف الدين شرف او راشد خان يوه يوه وېکټه واخېسته.

د ویسټ انډیز د ورکړي هدف په ځواب کې افغان لوبډله وتوانېده چې دغه هدف په ۴۱م اوور کې یوازې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړي.

افغان اوپنرانو محمد شهزاد او ګلبدین ناېب یو ځل بیا د لومړۍ ویکټې لپاره ښه پارټنرشېپ وکړ او ګلبدین ناېب د ۵۸ په مجموعي منډو د ۱۴ منډو تر جوړولو وروسته اوټ شو، خو بیا وروسته محمد شهزاد او رحمت شاه هم د دوهمې ویکټې لپاره ښه پارټنرشپ وکړ.

شهزاد محمدي په دغه لوبه کې یو ځل بیا نیمه سلیزه ووهله. نوموړي په ۹۳ توپونو ۸۴ منډې وکړې. د ده ترڅنګ رحمت شاه ۵۱ ، سميع الله شينواري ۲۰ او محمد نبي یوازې په ۱۲ توپونو ۲۷ منډې وکړې.

افغان لوبډلې نه یوازې دا چې د ۲۰۱۹میلادي کال د نړېوال جام د غوراوي سیالیو پاېلوبه وګټله، د دې ترڅنګ په دغه لوبه کې افغان توپ اچوونکي راشد خان په نړېوالو ۵۰اوریزه یو ورځنیو لوبو کې د چټکو ۱۰۰ویکټو اخېستلو نوی ریکارډ هم جوړ کړ.

نوموړي دا ریکارډ په خپل ۴۴لوبې کې جوړ کړ.

تر راشد خان مخکې تر دا ریکارډ د اسټرالیا د کرکټ د ملي لوبډلې له تېر توپ اچوونکي میچل سټارک و، خو هغه دا ریکارډ په ۲۰۱۶میلادي کال کې په ۵۲ یو ورځنیو لوبو کې جوړ کړی و.

تر سټارک مخکې بیا دا ریکارډ د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې له پخواني ورو توپ اچوونکي «سپېن بالر» ثقلین مشتاق سره و چې په ۵۳ یو ورځنیو لوبو کې یې۱۰۰ کسان سوځولي وو.

د یادنې وړ ده چې د افغان لوبډلې اوپنر محمد شهزاد د ۸۴ منډو جوړولو له امله د پاېلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG