د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

په کرکټ کې د افغانستان یوه لوبه او دوه بریاوې!


لومړۍ بریا د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام د غوراوي پړاو اتلولي ده او دوهمه په یو ورځنیو لوبو کې د چټکو سل ویکټو ترلاسه کول.

افغان لوبډلې د غوراوي سیالیو په پایلوبه کې نن یکشنبه ویست انډیز مات کړ او ویې کړای شول چې د لسو لوبډلو تر منځ د پیل شوي ټورنمنټ اتلولي خپله کړي.

په دې لوبه کې افغانستان لومړی بالنګ وکړ او د ویسټ انډیز لوبډله یې له ۲۰۴ ډېرو منډو ته پرېنه ښوده په ځواب کې افغان ټیم دا هدف په ۴۰ اوور کې پوره کړ.

افغان بالرانو مجیب الرحمن څلور ویکټې، ګلبدین نایب دوه ویکټې، شرف الدین، راشد خان او دولت ځدراڼ یوه یوه ویکټه واخېسته.

د توپ وهونکو په برخه کې هم شهزاد محمدي ۸۴ او رحمت شاه ۵۱ تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

شهزاد محمدي د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی شو.

افغانستان پایلوبې ته د رسېدو لپاره د ګروپي دور یوه او د شپږ غوره ټیمونو د دور ټولې درې واړه لوبې وګټلې.

که څه هم افغانستان په ګروپي دور کې له لومړیو درېیو پرله پسې ماتو وروسته نړیوال جام ته د وتلو هیله له لاسه ورکړې وه، خو په څو پرله پسې بریاوو او د نورو ټیمونو ماتو افغانستان ته د مختګ لار هواره کړه.

په نننۍ لوبه کې تر ټولو بل غوره ریکارډ هم د افغان بالر راشد خان له خوا ټینګ شو.

هغه په ۴۴ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د ۱۰۰ ویکټو په اخېستلو بریالی شو.

دا ریکارډ کلونه د اسټرالیايي لوبغاړي میچل سټارک په لاس کې و چې په ۵۲ لوبو کې یې ۱۰۰ ویکټې اخیستې وې، خو راشد خان د اتو کمو لوبو په توپیر دا ریکارډ خپل کړ.

XS
SM
MD
LG