د ارزګان ولایت د ولایتي شورا مسؤ لین وايي، په دغه ولایت کې د نصرت په نوم پیل شوي پوځي عملیاتو کومه پایله نه ده ورکړې او تش په نوم عملیات دي.
په ورته وخت کې بیا د ارزګان امنیتي مسؤلین په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.
خو د دفاع وزارت مسؤلین بیا وايي چې دغلته یې زیات شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې اورېدلای شئ.
د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: