د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۱۸

مشرانو جرګې د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه امنیتي مسؤلین استجواب کړل


د افغانستان مشرانو جرګې د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیران او د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال د جرګې عمومي غونډې ته وربللي وو چې په هېواد کې د روانو ناامنیو په اړه د جرګې د غړو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

په کابل او یوشمېر ولایتونو کې مخ په زیاتېدونکې ناامنۍ، د وسله والو مخالفینو د بریدونو زیاتوالی، په لویو ښارونو کې د غیرمسؤلو وسله والو شتون، ترور، غلا ګانې، د ناامنو ولایتونو په ځینو امنیتي پوستو کې د پرسونل او تجهیزاتو کموالی او داسې نور هغه پوښتنې وې چې د مشرانو جرګې غړو د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو او د ملي امنیت د عمومي ریاست له مرستیاله وکړې.

مشرانو جرګې د یادو پوښتنو د ځوابولو په هدف، طارق شاه بهرامي، ویس احمد برمک او سورخان د یکشنبې په ورځ «د ‍۱۳۹۷ کال د وري په ۵ مه» د جرګې عمومي غونډې ته استجواب کړي وو.

هاشم الکوزي
هاشم الکوزي

د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو د کمېسیون رئیس هاشم الکوزي خپله پوښتنه داسې مطرح کړه:

"د کورنیو چارو ښاغلی وزیر، تاسې وګورئ! دغه ستونزې چې زموږ خلک او ولسونه ورسره په ډېرو سیمو کې مخ دي او قانون نه پلی کېږي، په دې اړه تاسې له موږ سره پخوا ژمنه کړې وه چې د دغو ستونزو د هواري لپاره به تدابیر نیسو، خو په خواشينۍ سره چې دغه ستونزې اوس هم دوام لري."

د مشرانو جرګې بل غړي ګل احمد عظمي وویل، د افغانستان جګړه د سیمې د استخباراتو په مرسته پرمخ ځي، په دې اړه د هېواد امنیتي او کشفي ارګانونو څه فعالیتونه کړي دي؟

ده وویل:

"مخالفینو خپل تکتیکونه بدل کړي او په دوربین لرونکو وسلو یې تهاجمي او شپني عملیات پیل کړي چې دا د سیمې د استخباراتو مستقیمه مداخله ده، تاسې د امنیتي ځواکونو د مشرانو په توګه، د سیمې د استخباراتو د لاسونو د لنډولو لپاره څه اقدامات کړي دي؟"

د دغو پوښتنو وروسته، د کورنیو چارو او دفاع د وزیرانو او د ملي امنیت د عمومي ریاست د مرستیال د ځواب ورکولو برخه، له رسنیو پټه ترسره شوه.

د امنیتي چارو پوهان ټینګار کوي چې د حکومت ټول ارګانونه باید په پوره هوډ سره د روان ناوړه وضعیت د ختمولو لپاره ګډ اقدام وکړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې محمداګل مجاهد ازادي راډیو ته وویل:

"په ګمارنو او بدلونونو کې تر ډېره ځایه سیاسي معیارونه په پام کې نیول کېږي او د کابینې د یو وزیر په استیضاح، استجواب او یا په سلب صلاحیت ستونزه نه شي هوارېدلاي، زه هیله مند یم چې د حکومت ټولې برخې چې ملي شورا هم په کې شامله ده، یو لاس شي او د خلکو امنیت ته پام وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۷ لمریز کال په لومړیو څلورو ورځو کې د کابل ښار په کارته سخي، هلمند او بیا په کابل ښار کې په انتحاري حملو او چاودنو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا چې د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته به د امنیتي ارګانونو مسؤلین څه ځوابونه ووايي او د جرګې د غړو قناعت به حاصل کړي او که نه، دا به وروسته څرګنده شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG