د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن یکشنبه د ویسټ انډیز د کرکټ له لوبډلې سره مسابقه لري.
افغانستان او ویسټ انډیز به د زېمبابوې په پلازمېنه، هرارې کې سره مخامخ شي.
د نننۍ لوبې ګټونکې لوبډله به د کرکټ په نړیوال جام کې د ګډون کوونکو لوبډلو د غوراوي د مسابقو اتل وګڼل شي.
د افغانستان د کرکټ لوبډلې د جمعې په ورځ د ایرلېنډ د کرکټ لوبډلې ته ماته ورکړه او د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې یې د ګډون حق ترلاسه کړ.
د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ به په ۲۰۱۹ میلادي کال کې وي.