د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۲۸

د افغانستان او هند ترمنځ په کرکټ سیالۍ کې د ویراټ کوهلي پر نه ګډون تبصرې


  • سټارز اېنډ سټرایپس

سټارز اېنډ سټرایپس په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې لیکلي چې د روسیې د وسلو د تولید پر شرکتونو بندیز لګول به په افغانستان کې د روسي مې ۱۷ ډوله هلیکوپټرو د ترمیم چارې ستونزمنې کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه په داسې شرایطو کې روسي هلیکوپټرې ښایې ونه شي کولی تر راتلونکي کال وروسته خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

په داسې حالاتو کې د لیکوال په خبره د سرتېرو او نورو اکمالاتو په انتقال کې د افغانستان وړتیا محدودېږي او د یاغیانو پر وړاندې جګړه او دا هدف چې دا جګړه باید د نړیوالو ځواکونو په ډېر لږ حمایت ترسره شي، له خنډ سره مخامخ کېږي.

امریکا شپږ میاشتې وړاندې پریکړه وکړه چې افغانستان ته بلک هاک هلیکوپټرې ورکوي چې تر اوسه یې یوازې ۱۱ الوتکې افغانستان ته رسېدلي او ټاکل شوې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې د دغو الوتکو شمېر چې افغان پوځ ته ورکول کېږي، ۱۵۹ ته ورسېږي.

سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼه چې د امریکا پوځي خبرونه خپروي، زیاتوي د دغو هلیکوپټرو لپاره د افغان پیلوټانو او عملي روزنه پیل شوې او د جګړې په اوسني فصل کې ښایي له هغو کار واخېستل شي.

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې افغان پوځي قواوې له روسي هلیکوپټرو سره بلدیت لري او ښایي د امریکایي هلیکوپټرو کارول ورته ستونزمن وي، خو د امریکا د هوایي ځواک د تعلیمي ډلې قوماندان وایي چې افغانان د جګړې تجربه لري او د دې ډول هلیکوپټرو کارول ورته اسان کار دی.

د ورځپاڼې په خبره منتقدان وایي چې افغانستان ته د بلک هاک هلیکوپټرو انتقال سیاسي انګېزه لري او کولی شي د طالبانو پر وړاندې جګړې کې په لنډ مهال کې افغان ځواکونو ته زیان ورسوي.

د امریکا پوځي چارواکي بیا وایي چې بلک هاک هلیکوپټرې د افغان ځواکونو وړتیا لا ډېروي.

لیکوال د دغو چارواکو له قوله لیکي چې هدف یې د روسیې پر مې ۱۷ ډوله هلیکوپټرو انتقاد نه دی او دا الوتکې ډېرې بریالۍ دي، خو وایي، که د هغو د ترمیم او خوندیتوب زمینه مساعده نه وي نو باور نه شي پرې کیدای.

ګڼو هندي ورځپاڼو بیا د افغانستان او هند په لومړنۍ ټېست لوبه کې د هند د کیپټان او نامتو لوبغاړي ویراټ کوهلي د نه ګډون په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

هندي ورځپاڼو لیکلي چې د دغه هېواد کرکټ بورډ د شنبې په ورځ ویراټ کوهلي ته اجازه ورکړه چې په اګسټ کې انګلستان ته د ټېست سیالیو لپاره تر تګ مخکې په کورنیو سیالیو کې ولوبېږي.

د دې معنا دا ده چې کوهلي به چې د نړۍ په کچه تکړه لوبغاړی دی، د افغانستان په وړاندې په ټېست لوبه کې برخه وانه خېستلی شي.

دا مسابقه به چې د جون له ۱۴مې تر ۱۸مې په بنګلور کې کېږي، له هغه وخته وروسته چې د افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی دی، لومړنۍ ټېست مسابقه وي.

افغانستان تېرکال د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG