د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

د سوریې یاغي ځواکونه په ختیځه غوطه کې له یوې محاصره شوې سیمې وتلي


د سوریې یاغي ځواکونه په ختیځه غوطه کې له یوې محاصره شوې سیمې څخه وتلي دي او د روسیې په منځګړیتوب هغې موافقې ته رسېدلي چې له مخې یې باید له یوې بلې سیمې هم ووځي .

د خیتځې غوطې له یوې محاصره شوې سیمي څخه د یاغي ځواکونو په وتلو سره به، د سوریې حکومتي ځواکونه وتوانېږي چې د پلازمېنې دمشق په څنډو کې د جګړو پر ډېرو سیمو بیا واکمن شي.

دا خبره د سوریې د جګړو څارونکو کړې ده.

دغه پرمختګ چې د مارچ پر ۲۳ مه شوی، ولسمشر بشار الاسد د ۲۰۱۶ میلادي کال د ډسمبر میاشتې راوروسته چې له حلب څخه یې وسله وال یاغیان وایستل، یوه بل تر ټولو لوی بري ته نېږدې کړ.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد
د سوریې ولسمشر بشارالاسد

د سوریې دولتي ټلویزیون د مارچ پر ۲۳ مه وښودله چې د حراستا ښارګوټی د تخلیې د یوه تړون وروسته له یاغیانو خالي شو او د احرار الشام اسلامپالې ډلې او کورنۍ یې په بسونو کې د شمال لوېدیځ ولایت ادلیب په لور ولاړل.

وروسته له هغه چې وروستۍ ډله هم بسونو ته پورته شوه، نو په انځورونو کې ښکاري چې د سوریې د پوځ سرتېرو د دې کار په خوښۍ کې هوایي ډزې وکړې.

لا هم د سوریې د حکومت وسله وال مخالفین په شمال لوېدیځ او جنوب لوېدیځ کې یو شمېر سیمې په واک کې لري.

په ختیځه غوطه کې چې د فبرورۍ له اتلسمې څخه د روسیې په ملاتړ د سوریې حکومتي ځواکونو بریدونه پیل شوي، د بشري حقونو د څار ډلې په وینا، څه باندي ۱۶۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او په دې بریدونو سره د دمشق د شااوخوا سیمو ۹۰ فیصده کنټرول بېرته د حکومت لاس ته ورغلی دی.

ددې بریدونو په پیل کې د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کړی و چې ۴۰۰ زره کسان په دې ښار ګوټي کې دننه ایسار پاتې دي او خوړو او روغتیایي امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

د روسیې په ملاتړ د سوریې د حکومت کمپاین بالاخره د وسله والو یاغیانو ترکڼټرول لاندې سیمې په درېیو برخو ووېشلې چې هره برخه یې د یوې بېلې ډلې په واک کې ده.

دمشق او نېږدې متحد یې مسکو وروسته یوه ستراتیژي رامخته کړه چې پکې یاغیانو ته ویل شوي چې یا دې له سیمو ووځي، یا به ووژل شي، همدا مانور یې د حلب په جګړو کې هم کارولی و.

د یوې میاشتې په اوږدو کې د سلګونو ملکیانو وژلو په ملګرو ملتونو کې نړیوال غبرګونونه راوپارولي، خو د لوېدیځ هغه هڅې چې باید د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره اوربند وشي، هېڅکله عملي نه شوې.

د روسیې او سوریې د ستراتیژۍ پر اساس، د یاغیانو تر واک لاندې درې سیمې هره یوه تر سختو بمباریو لاندې راغلې چې نه یوازې سلګونه کسان ووژل شول، بلکې خلک یې اړ ایستل چې تر ځمکو لاندې په سمڅو کې ځانونه خوندي کړي.

د همدې ستراتیژۍ له مخې، یاغي ځواکونه مجبور شول چې د روسیې هغه وړاندیز ومني چې وایي، که چېرې یاغیان له سیمو د وتلو موافقه وکړي، دوی به خوندي لار ورکړي.

د حراستا د تخلیې چارې د مارچ پر ۲۲ مه پیل شوې،

د سوریې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې څه باندې ۴۵۰۰ کسان چې ۱۴۰۰ وسله وال جنګیالي پکې شامل وو، له دې ښاره ووتل.

XS
SM
MD
LG