د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۳۱

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په تاجکستان کې خپل تمرینات پیل کړل

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې خپل تمرینات پیل کړل.

د فوټبال فدراسیون څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د فوټبال ملي لوبدله اسیايي جام ته د لار موندنې په مقدماتي وروستۍ لوبه کې د سې شنبې په ورځ د کمودیا له ملي لوبډلې سره مخ کېږي.

د فوټبال فدراسیون وايي، له ګول ساتونکي قیس وهاب پرته، نور ټول لوبغاړي په دغو تمریناتو کې ګډون کوي او ډېر ژر به قیس وهاب هم له لوبډلې سره یوځای شي.

د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب له دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي چې لوبه د افغانستان په وخت ماسپښین مهال د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې پیلېږي او افغان لوبغاړي ورته بشپړ چمتووالی نیولای دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG