د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

افغانستان په کرکټ سیالیو کې نړیوال جام ته ووت


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن ایرلېنډ ته ماته ورکړه او د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړیوال جام کې یې د لوبېدو جواز ترلاسه کړ.

افغان ملي لوبډلې نن په زمبابوې کې د ایرلنډ له‎خوا د ۲۱۰ منډو هدف د پنځو لوبغاړو په توپیر له ایرلنډ وګاټه.

د افغانستان لپاره په دې لوبه کې شهزاد محمد ۵۴ منډې وکړې، ګلبدین نائب ۴۵ او لوبډلمشر اصغر ستانکزي ۳۹ منډې وکړې.

افغانستان به اوس د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړیوال جام د غوراوي سیالیو پایلوبه له ویسټ انډیزه د یکشنبې په ورځ وکړي.

نړیوال جام کال ته د انګلستان او وېلز په کوربه توب ترسره کېږي.

افغانستان نننۍ برخلیک ټاکونکې لوبې ته په اسانۍ رانه‎غې.

درې سیالان یې مات کړل او په درېیو یې هم لوبې بایلودې.

XS
SM
MD
LG