افغان ملي لوبډلې چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې ښه پیل نه درلود، دا دی برخلیک ټاکونکې لوبې ته رسیدلی دی.
د افغانستان او ایرلېنډ له لوبډلو به یوازې یو ټیم نن نړیوال جام ته لار پیدا کوي.
دا ډېر کم تصور کېده چې افغانستان به دې سرحد ته راورسېږي.
افغانستان دې لوبې ته د رارسېدو لپاره امارات، ویسټ انډیز او نيپال مات کړل، خو د سر درې واړه لوبې یې په هانک کانګ، سکاټلند او زمبابوې وبایللې.
همدا راز د نیپال، اماراتو او ویسټ انډیز وروستیو بریاوو د افغانستان مخه خلاصه کړه.
د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د نننۍ لوبې ګټونکی به د یکشنبې په ورځ په زمبابوې کې د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي سیالیو پایلوبه هم له ویسټ انډیز سره ولوبوي.
هغه ویسټ انډیز چې له افغانستان سره د لوبو ښه خاطره نه لري.
د افغانستان او ایرلېنډ نننۍ لوبه په هرارې کې روانه ده چېرته چې پرون اماراتو کوربه زمبابوې مات کړ او نړیوال جام ته د افغانستان او ایرلنډ د وتلو زمینه یې برابره کړه.
که افغانستان ایرلېنډ مات کړي نه یوازې دا چې نړیوال جام ته وځي، بلکې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په دغه ټیم شوی باور به لا پوخ کړي.
افغانستان او ایرلېنډ تېر ۲۰۱۷ کال د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب خپل کړ.
په دې سربېره به ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته د وتلو په خاطر افغانستان د لا زیاتو امکاناتو د ترلاسه کولو وړ وبلل شي، هغه څه چې په افغانستان کې کرکټ لا پرې جوړیدلی ښي.
د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام په انګلستان کې ترسره کېږي.
اخوا له ډېر وخت وروسته افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په غوراوي جام کې په ځینو لوبو کې موقتي کپټان تجربه کړ.
راشد خان هغه څېره چې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو په بالرانو کې لومړی مقام لري خو په لوبډلمشرۍ کې بخت زیاته یاري ورسره ونه کړه.
راپور: صفي الله ستانکزی