د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۱

افغان کرکټ لوبډلې د ایرلېنډ په وړاندې په یوه برخلیک ټاکونکې لوبه کې بریا خپله کړه

افغانستان د ایرلنډ په وړاندې د کرکټ یوه برخلیک ټاکونکې لوبه ترسره کوي، که چېرته دغه لوبه افغانستان وګټي، نو نيغ په نيغه به نړيوال جام ته ځي او که ایرلېنډ وګټله نو ایرلېنډ به ځي.

د ایرلېنډ په وړاندې څلورم افغان لوبغاړی هم وسوځېد. افغان لوبډلې ۱۴۷ منډې کړي ۳۹ اوورونه ورته لوبول شوي.

افغانستان په کرکټ کې د ایرلېنډ په وړاندې:

افغان لوبډلې ۱۶۷منډې په ۴۴ اوورونو کې کړي ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي، هدف ته د رسېدو لپاره باید ۴۳نورې منډې وکړي څو بریا خپله کړي.

افغان لوبډله باید په ۳۲ توپونو ۲۹ منډې وکړي.پنځم لوبغاړی هم وسوځېد.

د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ د کرکټ سیالۍ په حساس پړاو کې:

په ۲۶توپونو کې باید افغانستان ۲۳ منډې وکړي په ۵ ویکټو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG