افغانستان د ایرلنډ په وړاندې د کرکټ یوه برخلیک ټاکونکې لوبه ترسره کوي، که چېرته دغه لوبه افغانستان وګټي، نو نيغ په نيغه به نړيوال جام ته ځي او که ایرلېنډ وګټله نو ایرلېنډ به ځي.
نن د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په ایران کې د سنګاپور له ملی ټیم سره د لوبې میدان ته ځي. دغه سیالۍ د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف تر سره کېږی.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د هند په ناګپور ښار کې له وېسټ انډیز سره مسابقه لري.
د توکیو ښار نن د افغانستان او جاپان د فوټبال ملي لوبډلو د سیالۍ کوربه دی. دغه لوبه د نړیوال جام مقدماتي سیالیو په لړ کې ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان لوبغاړو د نړۍ له قوي ټیمونو سره له خپلو تېرو دوو لوبو ښې تجربې ترلاسه کړي او له میدان سره بلد شوي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې له جنوبي افریقا سره مخامخ کېږي.
ټاکل شوې ده چې د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په دوهم پړاو کې نن چهارشنبې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له سریلانکا سره وکړي.
نن ماښام د کابل پر وخت ۰۶:۳۰ دقیقې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هانګ د کرکټ له ملي لوبډلې سره لوبه کوي، دغه لوبه د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوهمه لوبه ده.
د ۲۰۱۶م کال د کرکټ د شل اوره سیالیو لومړۍ لوبه تېره ورځ د افغانستان کرکټ ملي ټيم او سکاټلنډ ټیم تر منځ ترسره شوه چې افغانستان وګټله. ازادي راډیو په ژوندۍ بڼه دغه لوبې تر پوښښ لاندې نیسي او تاسو کولای شئ د ازادي راډیو وېب سایټ، د ژونډي بلاګ له لارې د دغې لوبې په اړه شېبه په شېبه معلومات ترلاسه کړئ.