د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۲

افغان کرکټ لوبډلې د ایرلېنډ په وړاندې په یوه برخلیک ټاکونکې لوبه کې بریا خپله کړه

افغانستان د ایرلنډ په وړاندې د کرکټ یوه برخلیک ټاکونکې لوبه ترسره کوي، که چېرته دغه لوبه افغانستان وګټي، نو نيغ په نيغه به نړيوال جام ته ځي او که ایرلېنډ وګټله نو ایرلېنډ به ځي.

د ایرلېنډ د کرکټ ملي لوبډلې خپلې افغانې سیالې لوبډلې ته د ۲۱۰منډو هدف وټاکه.

ایرلېنډ لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۹منډې وکړې او خپلې افغانې سیالۍ لوبډلې ته یې د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د جمعې په ورځ له آیرلنډ سره په یوه حساسه مسابقه کې مخامخ دی.

دا مسابقه چې د نړیوال جام د غوراوي لپاره د شپږو غوره لوبډلو د سیالیو په لړ کې کېږي، د دواړو لپاره زیاته مهمه ده.

تر دې وړاندې ویسټ انډیز د ۸ امتیازونو په لرلو نړیوال جام ته وتلی دی.

پرون پنجشنبه متحده عربي اماراتو زېمبابوې ته په ۳ منډو ماتې ورکړه.

د متحده عربي اماراتو دې بري نړیوال جام ته د افغانستان د وتلو هیله ژوندۍ کړه.

خو نننۍ مسابقه به څرګنده کړي چې افغانستان که آیرلنډ نړیوال جام ته لاره مومي.

ایرلېنډ افغانستان ته ۲۱۰ منډې هدف ورکړ.

د کرکټ د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام د غواروي سیالیو په وروستۍ لوبه کې افغانستان او ایرلېنډ د یو بل په وړاندې لوبېږي.

د سیالۍ لومړۍ پاڼې پای ته ورسېده، ایرلېنډ چې د دې سیالۍ ټاس يې ګټلی و، لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټولو پنځوسو اوورونو کې افغان لوبډلې ته ۲۱۰ منډې هدف وټاکه.

د ایرلېنډ په منډه جوړونکې سټرلینګ تر نورو ډېری ۵۵، کې جي اوبراین ۴۱ او اېن جي اوبراین ۳۶ منډې وکړې.

که څه هم د ایرلېنډ د توپ وهنې پیل ته په کتو فکر کېده چې دوي به لوړ هدف وټاکي، خو افغان توپ اچوونکو وکولای شول چې د دوی د منډو مخه ډب کړي.

په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان یو وار بیا تر نورو ښه توپ اچونه وکړه او په لسو اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې او درې مقابل لوبغاړې يې وسوځول ترڅنګ يې دولت ځدراڼ ۲ او محمد نبي عیسی خېل یو مقابل لوبغاړي وسوځول.

د سیالۍ دوهمه پاڼۍ لا نه‎ده پیل شوې وبه کتل شي چې د ۲۱۰ منډو هدف افغان توپ وهونکي پوره کولای شي کنه؟ خو د کرکټ د ۲۰۱۹ میلادي نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ په هدف د دې سیالۍ ګټل دواړو لوبډلو ته خورا مهمه ده.

د دې سیالۍ ګټونکی به د یکشنبې په ورځ په زمبابوې کې د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي سیالیو پایلوبه هم له ویسټ انډیز سره ولوبوي.

ویسټ انډیز لا له وړاندې د نړیوال جام سیالیو ته لاره موندلې ده.

د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام په انګلستان کې ترسره کېږي.

د افغانستان د لوبو پړاو پیل شو

محمد شهزاد او ګلبدین نائب ولاړ دي

افغان کرکټ لوبډلې د ایرلېنډ په وړاندې په درې اوورونو کې تر اوسه ۱۹منډې کړي .

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG