د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۱

افغان کرکټ لوبډلې د ایرلېنډ په وړاندې په یوه برخلیک ټاکونکې لوبه کې بریا خپله کړه

افغانستان د ایرلنډ په وړاندې د کرکټ یوه برخلیک ټاکونکې لوبه ترسره کوي، که چېرته دغه لوبه افغانستان وګټي، نو نيغ په نيغه به نړيوال جام ته ځي او که ایرلېنډ وګټله نو ایرلېنډ به ځي.

افغانستان په کرکټ کې د ایرلېنډ په وړاندې:

پچه ایرلېنډ لوبډلې ګټلې او د بېټنګ پرېکړه یې کړې تر دا مهاله یې ۶۱ منډې کړي او یو لوبغاړی یې سوځېدلی.

افغان کرکټ لوبډله نن له آیرلنډ سره لوبه کوي

-------------------------------------------------------

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له آیرلنډ سره په یوه حساسه مسابقه کې مخامخ کېږي.

دا مسابقه چې د نړیوال جام د غوراوي لپاره د شپږو غوره لوبډلو د سیالیو په لړ کې کېږي، د دواړو لپاره زیاته مهمه ده.

که دا مسابقه چې د افغانستان پر وخت د غرمې پر ۱۲ بجې پیلېږي، هر ټیم وګټله، نړیوال جام ته وځي.

تر دې وړاندې ویسټ انډیز د ۸ امتیازونو په لرلو نړیوال جام ته وتلی دی.

پرون پنجشنبه متحده عربي اماراتو زېمبابوې ته په ۳ منډو ماتې ورکړه.

د متحده عربي اماراتو دې بري نړیوال جام ته د افغانستان د وتلو هیله ژوندۍ کړه.

خو نننۍ مسابقه به څرګنده کړي چې افغانستان که آیرلنډ نړیوال جام ته لاره مومي.

XS
SM
MD
LG