د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

د اسرائیلو پوځ وايي په ۲۰۰۷کې د سوریې مشکوک اټمي تاسیسات بمبار کړي


د اسرائیل پوځ د لومړي ځل لپاره اعلان کړی چې په ۲۰۰۷ مېلادي کال کې یې د سوریې پر مشکوکو اټمي تاسیساتو بمباري کړې ده.

د اسرائیلو د پوځ مشر ډګرجنرال ګادي ایزینکوټ Gadi Eizencot وویل چې په ۲۰۰۷ مېلادي کال کې د سوریې پر اټمي ریکټر د حملې پیغام دا دی چې اسرائیل به داسې اټمي ظرفیت ته اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد بقا ته ګواښ وکړي.

جنرال ایزینکوټ وویل چې دا په ۲۰۰۷ مېلادي کال کې زموږ پیغام و، اوس هم همدا دی او په نېږدې او لیرې مستقبل کې به هم همدا زموږ پیغام وي.

اسرائیلو ایران ته، په سوریه کې، په تېره د اسرائیلو او سوریې سرحد ته نېږدې سیمو کې د احتمالي دایمي پوځي حضور په خاطر خبرداری ورکړی او تېره میاشت یې د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه چې اسرائیلو ویل قلمرو ته یې ننوتې وه هم وویشتله.

د اسرائیل نننی اعتراف تر ډېره د اسرائیلو اصلي دښمن- ایران ته ګواښ ګڼل کېږي ځکه چې ایران په سوریه کې د خپل پوځي حضور د پیاوړتیا په حال کې دی.

د اسرائیلو نننی اعتراف تر ډېره ایران ته ګواښ ګڼل کېږي.
د اسرائیلو نننی اعتراف تر ډېره ایران ته ګواښ ګڼل کېږي.

اسرائیلو د لسو کلونو مخکې حملې مسؤلیت وروسته له هغه مني چې صدراعظم بنیامین نتنیاهو په وروستیو څو میاشتو کې په پرله پسې ډول له امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د سوریې د رژیم د نېږدې متحد هېواد ایران پرضد جدي اقدامات وکړي.

نتنیاهو په پرله پسې ډول خبرداری ورکړی چې اسرائیل به ایران هېڅ کله هم د اټمي وسلو جوړولو ته پرې نه ږدي او اجازه به ورنه کړي چې په سوریه کې د هغو توغندیو فابریکې فعالې کړي چې اسرائیل ګواښلای شي او یاهم خپلې نیابتي ډلې د لبنان حزب الله ته پرمختللې وسلې ورکړي.

اسرائیلو د سوریې د اووه کلنې کورنۍ جګړې په ترڅ کې په سوریه کې څه باندې سل حملې کړې دي چې په اکثرو کې حزب الله ته د وسلو مشکوک کاروانونه په نښه شوي دي.

په داسې حال کې چې د دې ډلې وسله وال د بشاراسد د رژیم په پلوي جګړه کوي.

په سوریه کې د اسرائیلو لخوا و یشتل شوی ځای.
په سوریه کې د اسرائیلو لخوا و یشتل شوی ځای.

سانا آژانس: اسرائیل د سوریې حکومت پلوه ځواکونو پوستې ویشتي

د اسرائیلو د پوځ له اعلان سره په یو وخت کې هغه ویدیوګانې او تصاویر هم خپاره شوي چې په ۲۰۰۷ کال کې په دیرالزور دښته کې د الخُبار په نوم پر مشکوکو اټمي تاسیساتو د هوايي برید شیبې ښيي.

دیرالزور د سوریې همغه سیمه ده چې وروسته اسلامي دولت ډلې یا داعش پرې ولکه ټینګه کړه.

د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي، ډېر امکان شته چې په دې ځای کې به اټمي ریکټر فعال و.

XS
SM
MD
LG