د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

رحیمي: په ورزشي ادارو کې به د پام وړ اصلاحات راشي


د افغانستان د بدني روزنې رئیس وايي، د حکومت رهبري د هېواد ورزش ته ځانګړې پاملرنه لري.

حفیظ ولي رحیمي نن د افغانستان د فوټبال فدراسیون له مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال وویل چې ورزش د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او غواړي چې په ورزشي ادارو کې د پام وړ اصلاحات راشي.

ښاغلي رحیمي ټولو ورزشي ادارو او لوبغاړو ته د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او د افغانستان د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره‌یې د لازمو اقداماتو او هڅو خبره وکړه.

د بدني روزنې رياست د معلوماتو له مخې د افغانستان د المپیک ملي کمېټه چې اوس‌مهال د يوه سرپرست باور هوتک له‌خوا اداره کېږي، ډېر ژر به‌يې انتخابات ترسره شي.

XS
SM
MD
LG