د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

د افغانستان او د اماراتو د کرکټ ټیمونو ترمنځ لوبه روانه ده


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نړیوال جام ته د لار موندنې په سیالیو کې نن د متحده عربي اماراتو سره د لوبې ډګر ته وتلی دی.

دا لوبې په زېمبابوې کې روانې دي او افغانستان په‌کې د شپږ غوره ټیمونو مرحلې ته لار موندلې ده.

د متحده عربي اماراتو ټیم اوس بېټنګ کوي.

متحده اماراتو په ۳۰م اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۸۶ منډې جوړې کړې دي.

د شپږ غوره ټیمونو په لومړۍ لوبه کې افغانستان وتوانېده چې وېسټ انډیز ته ماتې ورکړي.

تمه ده چې له متحده عربي اماراتو سره له لوبې وروسته به د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له ایرلنډ سره لوبه ولري.

دا د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ د نړیوال جام لوبو ته د رسېدو سیالۍ دي چې ټاکل شوې د انګلستان په وېلز کې تر سره شي.

XS
SM
MD
LG