د ارزګان ولایت اوسېدونکي وایي، له اوسني ناوړه وضعیته د وتلو یوازنۍ لاره، د قومونو ترمنځ یووالی دی.
دوی دغه څرګندونې د دغه ولایت د پخواني امنیه قوماندان مل پاسوال مطیعالله خان د درېیم تلین په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې له تېرو څه کم دوو کلونو راهیسې د جګړې ډګر تود دی او د مسؤلینو په خبره چې د روانې جګړې زیان تر ډېره ملکي خلکو ته رسېږي.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریفالله شرافت په راپور کې اورېدلای شئ.
د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: