د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۰۲

جلال‌اباد کې چاودنې ۴ ملکیان وژلي او ۱۰ یې ټپیان کړي


جلال‌اباد کې چاودنې څلور تنه وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د ننکرهار ولایت مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوګیاڼی وایي چې د جلال‌اباد ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې نن دوشنبه له غرمې وروسته یوه بجه او ۱۵ دقیقې پر یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله‌یې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د پېښې مسؤلیت تر دې دمه چا نه‌دی منلی.

  • پخواني معلومات

افغان چارواکي وایي چې د جلال‌اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند بهسودو پله ته څېرمه ماسپښين ۰۱:۱۵ په موټرسايکل کې د چاودېدونکو توکو له امله چاودنه رامنځته شوې چې له امله‌یې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولایت د مقام ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې ټپيان د درملنې په موخه د جلال‌اباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادولو وړ ده چې چاودنه داسې مهال رامنځته شوې چې د پېښې ځای سره نږدې فوټبال لوبغالي کې د حزب اسلامې ګوند مشر ګلبدین حکمتیار غونډه هم لرله چې په زرګونه خلکو په‌کې ګډون کړی وو او له غونډې وروسته چې یوه ډله خلک په یوه کاسټر موټر کې خپلو کورونو ته ستنېدل، په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکو ته چاودنه ورکړل شوې ده.

د پېښې مسؤلیت تر دې دمه چا نه‌دی منلی.

XS
SM
MD
LG