د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

بریتانیا، روسیه د اعصابو د بې‎سده کوونکو ګازو په زېرمه کولو تورنوي


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن روسیه د اعصابو د بې‎سده کوونکو ګازو په زېرمه کولو تورنوي.

ویل کېږي له دې ګازو په دې وروستیو کې د هغه پخواني روسي جاسوس په بې‎سده کولو کې کار اخیستل شوی چې په بریتانیا کې اوسېده.

بورېس جانسن د یکشنبې په ورځ دا تور په داسې حال کې ولګاوه چې تمه ده، نن دوشنبه د کیمیاوي وسلو د کارپوهانو یو نړیوال پلاوی بریتانیا ته ورسېږي او د سرګي سکريپال او د هغه د لور یولیا د بې‎سده کېدو مسئله وڅېړي.

سرګي چې د روسيې پخوانی جاسوس دی، له خپلې لور سره د بریتانیا په سوېلي ښار سالزبري کې دوه اوونۍ مخکې بې‎سده وموندل شول.

بریتانیا ویلي، دوی دواړه د روسیې له‎خوا د اعصابو په بې‎سده کوونکو زهري موادو مسموم شوي.

بریتانوي چارواکي وايي، د اعصابو دا بې‎سده کوونکي زهري مواد د نویچوک زهري ګازو له ډلې دي چې د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې جوړېدل.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن د یکشنبې په ورځ له «بي. بي. سي» سره په مرکه کې روسیه تورنه کړه چې په وروستیو کلونو کې یې له نویچوک ګازو استفادې ته پراختیا ورکړې ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن

نوموړی وايي:

"په حقیقت کې موږ داسې شواهد لرو چې روسیې په وروستیو ۱۰ کلونو کې نه‌یوازې د ترور په هدف د اعصابو د بې‎سده کولو لپاره دا مواد څېړلي، بلکې نویچوک‌یې جوړ کړی او زېرمه کړي یې دي."

خو روسیه دا ټول تورونه ردوي.

په اروپايي ټولنه کې د روسیې سفیر د شنبې په ورځ «بي. بي. سي» ته ویلي چې دغه هېواد له ۱۹۹۲میلادي کال راوروسته د هر ډول بې‎سده کوونکو کیمیاوي موادو تولید بند کړی او کېدای شي د سرګي سکریپال او د هغه په لور د استعمال شویو موادو سرچینه د بریتانیا کوم څېړنیز مرکز وي.

د مارچ په څلورمه د پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومېدو پېښه د دې لامل شوه چې بریتانیا ۲۳ روسي ډیپلوماتان له دغه هېواده وباسي او مسکو هم ویلي چې د ځینو بریتانیايي ډیپلوماتانو په ایستلو باالمثل اقدام کوي.

پخوانی روسی جاسوس سرګي سکریپال
پخوانی روسی جاسوس سرګي سکریپال

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي:

"د مسمومولو د مسؤلیت ریښه راساً کرملېن ته رسېږي."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په اعلامیه کې ویلي چې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان څېړونکي نن دغه هېواد ته رسېږي او د ښاغلي سکریپال او د هغه په لور د کارول شویو مسمومونکو موادو په اړه خپلې څېړنې پیلوي.

د روسیې د پوځ د استخباراتو پخواني جاسوس سرګي سکریپال د څو نورو روسي جاسوسانو نومونه هم بریتانوي چارواکو ته ورکړي دي.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG