د پسرلي په راتلو او د ګل سرخ مېلې د موسم په را نېږدې کېدو سره د بلخ ولایت چارواکي د نوروز د جشن د لمانځنې لپاره له بشپړ چمتووالي خبر ورکوي.
د بلخ د پولیسو ویاند شیر جان درانی وايي چې د نوروز جشن د لمانځنې لپاره هر ډول تیارۍ نیول شوي او د امنیتي چارواکو په خبره چې ۴ زره پوځيانو ته مسؤلیت سپارل شوی، ترڅو د نوروز د جشن د مراسمو امنیت تامین کړي.
د دراني په خبره چې د پولیسو ترڅنګ، د ملي اردو او ملي امنیت ځواکونه هم د نوروز د جشن د ښې لمانځنې لپاره امنیتي ګزمې او چک پاینټونه لري.
د بلخ د پولیسو ویاند شیر جان درانی یې په اړه وايي:
" ګډ امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د نوروز د جشن امنیت خوندي وساتي، پولیس او نور امنیتي ځواکونه هر ډول تیاری لري، موږ هره ورځ چېک پاینټونه جوړوو او تلاشي ترسره کوو او ډاډ ورکوو چې د نوروز جشن به په امن فضا کې لمانځل کېږي. "
د پولیسو په خبره چې بلخ ولایت ته غځېدلو لویو لارو کې د شپې او ورځې امنیتي ګزمې ترسره کېږي او علاوه پر دې چې هیچا ته اجازه نشته چې مزار ښار ته له وسلو سره داخل شي، دننه په ښار کې هم سیار چېک پاینټونه فعال دي.
د مزارشریف اوسېدونکو هم د نوروز د جشن د لمانځنې په منظور، لازمې تیارۍ نیولې دي.
د مزارشریف اوسېدونکي هر کال سره له دې چې د نوروز جشن د ښه لمانځنې په خاطر کورونه پاکوي، هفت مېوه او هفت سین جوړوي، د سخي زیارت د زرګونه تنو له کوربه توب سره یوځای، د نوي کال رارسېدو ته شېبې شماري.
د مزارشریف یو اوسېدونکی حاجی اسد یې په اړه وايي:
" د مزارشریف خلک د نوروز د جشن لمانځنې ته خاص تیاری لري، دوی د زرګونه کسانو کوربه توب کوي او په تمه دي چې کله د سخي زیارت جنډه پورته کېږي، د مزار ښار په ګلونو پوښل شوی، امنیت ښه دی او خلک هم د نوي کال د لوړۍ ورځې لپاره هفت سین تیاروي. "
په مزارشریف کې رسم او رواج داسې دی چې د نوروز د لوړۍ ورځې له رارسېدو دمخه، د کوژده شویو هلکانو کورنۍ باید د خپلې ناوې کور ته پاخه شوي کبان، زلوبۍ او جامې یوسي چې یادې مسئلې اوس مهال په مزارشریف ښار کې د کب پلورنکو او بزازانو بازار ګرم ساتلی دی.
د مزارشریف دوه تنه هټۍ وال یې په اړه وايي:
" زما نوم غلام سخي دی، زه کبان خرڅوم، زمونږ بازار ډېر ګرم دی، ځکه چې نوروز نېږدې دی، نسبت پخوا ته زموږ خرڅلاو زیات شوی او د خلکو تقاضا هم زیاته ده، ځکه چې کوژده شوي کسان د خپلې کوژدنې کور ته نوروزي وړي. "
" قیس یم، د مزار شریف په اصغري مارکېټ کې د جامو هټۍ لرم، بازار مو ډېر ښه دی، نسبت پخوا ته زمونږ جامې ډېرې خرڅېږي او علت یې دا دی چې نوروز په راتلو دی او کورنۍ جامې نوروزي ته اخلي. "
په همدې حال کې د بلخ د اطلاعتو او کلتور ریاست سره له دې چې د نوروز د جشن د لمانځنې لپاره له فرهنګي تیاریو خبر ورکوي، خو وايي چې د بلخ په ټولنه کې د نوروزۍ وړل او راوړل د کوژده شویو ځوانانو ترمنځ یو ناوړه دود دی او باید له منځه ولاړ شي.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو مشر عطا محمد ساهو یې په اړه وايي:
" مونږ د نوروز د جشن د لمانځې لپاره هر ډول چمتووالی او تیارۍ لرو، خو د کورنیو له خوا او د ځوانان ترمنځ د نوروزۍ د وړلو مسئله واقعاً یو ناوړه دود دی، اوس مهال زمونږ ټولنه کې فقر زیات دی او دا د کوژده شویو ځوانانو کورنیو ته یوه لویه اقتصادي ضربه ده. "
د مزارشریف ځیني ځوانان هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلان له خبرو سره هم نظره دی، دوی هم غواړي چې د کوژده شویو ځوانانو ترمنځ د نوروزي د وړلو فرهنګ چې د هغوی کورنیو ته یوه اقتصادي صدمه شمېرل کېږي، د وخت په تېرېدو سره له منځه ولاړ شي.
مدینه او نعیم د مزارشریف ښار دوه تنه ځوانان یې په اړه وايي:
" مدینه هوتخېل یم، د مزارشریف اوسېدونکې، داسې کورنۍ هم شته چې ماهیان، جامې او نور خوارکي توکي د خپل زوی د کوژدنې کور ته د نوروزي په توګه استوی او پر هغوی ډېر زیات مصرف راځي، دا د دوه ځوانانو چې راتلونکي کې مشترک ژوند جوړي، اقتصادي وضعیت ته صدمه رسوي. "
" زما نوم نعیم دی، د نوروز خوښي دې ولمانځي، دا ډېر ښه کار دی، خو باید یاده کړم چې د زیاتو مصارفو ترسره کول او د نوروزي وړل، د افغاني عرف خلاف عمل دی. "
د نوي لمریزي کال پیلېدو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او د بلخ د ښاروالۍ د مسؤلانو په خبره چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د نوروز جشن ته له ۵۰ زرو څخه ډېر مېلمانه له نورو سیمو څخه بلخ ته راغلي دي.
راپور: مجیب الرحمن حبیب زی