د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

د خوست غونډه: باید د انساني قاچاق پر زیانونو خلک وپوهول شي


اقتصادي ستونزې، سیاسي او امنیتي ننګونې، بې‌کاري او په کورونو کې تاوتریخوالی هغه لاملونه دي چې په ځانګړي ډول د افغاني ټولنې ځوان کهول نا مصؤنه او له ګواښونو ډکو مهاجرتونو ته اړ باسي.

ویناوالو یادې څرګندونې په خوست کې د انساني قاچاقو پر وړاندې د مبارزې لپاره د خلکو د پوهولو او هڅولو په یوه ناسته کې وکړې.

د یادې ناستې یو تن تابیا کوونکي فرهاد صافي د جمعې په ورځ د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې د انساني قاچاقو موضوع په هغو سرحدي ولایتونو کې ډېره ده چې نا امنۍ او بې کارۍ په کې موجودې دي.

فرهاد صافی ټينګار کوي چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د انساني قاچاقو موضوع جدي ده او باید د دې مسئلې پر زیانونو خلک وپوهول شي.

په همدې حال کې د خوست د جنايي جرمونو پر وړاندې د ادارې مشر شیرداود ارین وايي چې په یاد ولایت کې انساني قاچاق نشته، خو هغه جرمونه شته چې په انساني قاچاقو کې شمېرل کېږي.

ښاغلی ارین زیاتوي:

"دا چې خوست یو سرحدي ولایت دی، که څه هم موږ د انساني قاچاقو ستونزه نه لرو، خو انساني قاچاقو ته ورته پېښې زموږ سره ثبت دي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی شته، ماشومان درنو کارونو ته اړ شوي دي یا د جنسي ځورونو په اړه او یا داسې نورې بېلګې چې انساني قاچاقو پورې تړاو لري، د شلو واقعو په ارتباط مو ۲۰ مظنونین نیولي او مربوطه څارنوالیو ته مو ورپيژندلي دي."

که څه هم د خوست د عدلي او کشفي ادارو چارواکي په یاد ولایت کې انساني قاچاق جدي مسئله نه بولي، خو بل لوري ته په همدې خوست کې داسې ځوانان شته چې د انساني قاچاقو د پدیدې قرباني شوي دي.

نورالله چې عمر يې تر اتلسو کلونو لږ دی، د همدې ځوانانو له ډلې دی.

هغه د یو قاچاق کوونکي په هڅونه په غیر قانوني بڼه د ایران له لارې ترکیې ته د تګ هڅه کړې ده.

ده چې درې شپې ایران او بیا درې شپې له ایرانه د ترکیې تر پولې له خطرونو ډک سفر کړی وايي چې په سرحد کې ایراني پوځیانو ونیول او سخت وهل ډبول يې ورکړل.

تر نیول کیدو وروسته د دوی بېرته راستنیدنه هم له خطرونو ډکه وه، ځکه ایراني پوځيانو په یوه دښته کې خوشې کړي وو.

نورالله وغوښتل هغه ځوانان چې خپل ژوند ورته ارزښت لري، د قاچاقبرو په غوړو او خوږو خبرو دې نه غولېږي او خپل سر دې په خطر کې نه اچوي.

په ناسته کې یو شمېر حکومتي مسؤلینو هم ګډون کړی وو، د ولایت مقام د بشري سرچینو د برخې رئيس نقیب الله متونوال وویل چې د انساني قاچاقو یو لامل اقتصادي ستونزې دي چې ځوانان په غیر قانوني او غیر مصؤنو لارو نورې نړۍ ته مجبوروي، خو دې کار لپاره هم د یو شمېر زیربنايي پروژو په ګډون دولت په ځینو اساسي پلانونو کار کړی دی.

دی وايي، که څه هم د افغانستان په شان جګړه کې ښکېل هېواد ته به اسانه نه وي چې ډېر ژر له دې ستونزو ځان راوباسي، خو د نورو کلونو په پرتله اوس مهال له هېواده د ځوانانو فرار تر نیمايي هم کم شوی دی.

بل لوري ته کتونکي وايي چې په خوست کې یو شمېر داسې خلک شته چې ځوانان په قاچاقي لارو اروپا او نورۍ نړۍ تګ ته هڅوي او پرته له دې چې کورنۍ يې په جریان کې وي، هغوی له ځانونو سره بیايي.

د دوی په وینا ځیني داسې کورنۍ له مودو د خپلو اولادونو د مرګ او ژوند د احوال په تمه دي.

XS
SM
MD
LG