د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۲

افغان کرکټ لوبډلې له ویسټ انډیز څخه لوبه وګټله


افغانستان د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي د سیالیو د شپږو غوره ټیمونو په لوبو کې لومړۍ لوبه له ویسټ انډیزه وګټله.

د پرونۍ لوبې پچه ویسټ انډیز وګټله او د بېټنګ پریکړه یې وکړه.

ویسټ انډیز په پنځوسو اوورونو کې ۱۹۷ منډې وکړې.

افغان بالرانو مجیب‎الرحمن په ۱۰ اوورو کې یوازې ۳۳ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.

په بېټنګ کې افغان لوبغاړو د ویسټ انډیز د ځواکمنې لوبډلې له‎خوا ورکړل شوي هدف ته چې ۱۹۸ و، په ۴۸م اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ځان ورساوه.

رحمت‎شاه په ۱۰۹ بالونو ۶۸ منډې او محمدنبي په ۵۴ بالونو ۳۱ منډې وکړې.

افغان لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي د مخکینیو څلورو لوبو یوازې یوه وګټله او په جدول کې درېیم راغی، خو وروسته له دې چې نیپال هانګ‎کانګ ته ماتې ورکړه، افغانستان ته د ډېرو منډو د اوسط په خاطر د درېیو نورو لوبو چانس هم ورکړل شو.

د افغانستان دوه نورې لوبې- یوه د مارچ په ۲۰مه «د راتلونکې اوونۍ سې شنبې ورځ» له متحده عربي اماراتو او بله د مارچ په ۲۳ مه له ایرلنډ سره د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې کېږي او افغانستان نړیوال جام لوبو ته د غوره کېدو لپاره باید دا دواړه لوبې وګټي.

XS
SM
MD
LG