د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۰

د افغان کرکټ ټیم او وېسټ انډیز ترمنځ لوبه روانه ده

د ۲۰۱۹ مېلادي کال د نړیوال جام د غوراوي پړاو په دوهم دور کې د افغانستان او وېست انډیز کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه روانه ده.

دا سیالۍ چې د زېمبابوې په مرکز هراره کې جریان لري ټاس‌يې وېست انډیز ګټلی او خپله‌يې د منډو جوړولو پرېکړه کړې ده چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته ۱۹۸ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لا بېټېنګ نه‌دی پیل کړی.

د کرکټ د نړیوالې شورا د وېب‌پاڼې د راپور له مخې افغان لوبډله په ګروپي دور کې تر درېیو ماتو او یوې بریا وروسته شپږو غوره ټیمونو ته لار پیدا کړه.

افغانستان به له وېسټ انډیز وروسته د روانې مارچ میاشتې په ۲۰مه له متحده عربي اماراتو او د همدې میاشتې په ۲۳مه د ایرلنډ په وړاندې لوبېږي.

که افغانستان په دې دور کې خپلې درې واړه سیالۍ وګټي نو بیا يې هم ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو ته تګ سخت، خو ناممکن نه‌دی.

ځکه افغان لوبډله به بیا د نورو سیالیو پایلو ته انتظار کوي تر څو معلومه شي چې د کومو دوه لوبډلو نومرې زیاتې او د منډو اوسط لوړ دی.

د ۲۰۱۹ مېلادي کال د نړیوال جام غوراوي سیالۍ د زېمبابوې په کوربه‌‌توب پیل شوې دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG