د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

وال سټريټ ژورنال: پاکستان د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته څه کړي؟


یو شمېر لوېديځو رسنيو کابل ته د امریکا د دفاع وزیر سفر ته کتلي دي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، افغانستان ته د جېمز مټېس سفر او له افغان او امریکايي چارواکو سره‌يې ليدنه د نظامي بعد ارزونه او له افغان حکومت سره سولې ته د طالبانو هڅول وو.

د ورځپاڼې په وينا دا څو ورځنی سفر وروسته له هغه دی چې افغان ولسمشر طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې د مذاکراتو وړانديز وکړ.

واشنګټن پوسټ د امریکا د دفاع وزير د څرګندونو پر دې ټکو تمرکز کړی چې ويلي يې دي، افغانستان به راتلونکو څو کلونو کې د امریکا ملاتړ ته اړتيا لري، خو د ده په باور که نور پرمختګونه وشي، ملاتړ کمېدای شي.

ورځپاڼې د امریکا په پوځ کې د يوه لوړپوړي نظامي جنرال مايکل فېنزيل څرګندونې لیکلي چې وايي، نړيوال ائتلاف په ټول افغانستان کې نښې ويني چې سولې ته لېوالتيا زياده شوې ده.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته افغانستان ته د دفاع وزير دوهم سفر دی.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، جېمز مټېس له هغو سلاکارانو څخه وو چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته‌يې ويلي، نه‌يوازې په افغانستان کې د جنګي حضور په اړه فکر وکړي، بلکه هوايي عملیات هم زیات کړي.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر د سفر په اړه ليکلي، جېمز مټېس په داسې حال کې کابل ته تللی چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو په شمېر کې ۳۵۰۰ امریکايي سرتېري زیات شوي دي او هغوی د داعش او طالبانو پر وړاندې د جګړې فصل ته تياری نيسي.

ورځپاڼې د مټېس دې خبرې ته توجه کړې چې وايي، اوس‎مهال په افغانستان کې یوازې پر سولې او ثبات تمرکز کوي.

د وال سټريټ ژورنال په لیکنه کې اشاره شوې چې جېمز مټېس افغانستان ته د سفر پر مهال ارزونه کوي چې پاکستان د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته څه کارونه کړي دي؟

د مټېس په وينا، د سخت دريځو پر وړاندې د پاکستان د عملیاتو يوه برخه پخوا او اوس‎مهال اغېزمنه ثابته شوې ده.

وال سټريټ ژورنال لیکلي چې جېمز مټېس د امریکا د دفاع وزیر په توګه له هغو کسانو څخه وو چې د پاکستان پر وړاندې د ډونالد ټرمپ د ادارې د سخت دريځ وروسته‌يې د نرمۍ غوښتنه کړې وه چې اسلام‎اباد د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې عملي اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG