د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

هند په «ندهاس» ۲۰ اوریزو لوبو کې سریلانکا ته ماتې ورکړه


په سریلانکا کې د ندهاس ۲۰ اوریزو په څلورمه لوبه کې هندوستان سریلانکا ته په ۶ وکټو ماتې ورکړه.

سریلانکايي لوبډلې په لومړۍ بیټنګ کولو سره په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو هندۍ کرکټ لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې هندۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۸ اوور کې د ۴ وکټو په زیان سره پوره کړل او په روانو سیالیو کې یې دوهمه بریا خپله کړه.

له دې وړاندې په دغو سیالیو کې هندوستان بنګله‌دېش ته هم ماتې ورکړې وه، خو بنګله‌دېش بیا په خپله لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته په ۵ وکټو ماتې ورکړې.

XS
SM
MD
LG