افغانستان د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په «سوپر سکس» پړاو کې خپله لومړۍ لوبه له وېسټ انډيز سره کوي.
افغان لوبډله په داسې حال کې د پنجشبنې په ورځ له وېسټ انډیز سره مخامخ کېږي چې وېسټ انډيز له لومړي پړاوه څلور پواینټونه لري او افغانستان هېڅ نومره نهلري.
د کرکټ پوهانو په باور په دوهم پړاو کې د افغانستان لپاره د هرې لوبې ګټل مهم دي په ځانګړې توګه د وېسټ انډیز په وړاندې لومړۍ د افغانستان لپاره په دې مهمه ګڼل کېږي چې په نورو سیالیو کې د افغان لوبډلې حوصله ورسره لوړېږي.
افغانستان په دغه پړاو کې خپله دوهمه لوبه له متحده عربي اماراتو سره او درېیمه وروستۍ لوبه له ایرلنډ سره کوي.
د کرکټ د نړيوالې شورا د اصولو له مخې د «سوپر سکس» پړاو نه به يوازې دوه مخکښې لوبډلې د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړيوال کپ په سياليو کې برخه اخلي.