د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۳

افغان لوبغاړو په ایران کې د برونزو ۶ مډالونه خپل کړل


افغان لوبغاړو په ایران کې د وزن پورته کولو په نړیوالو سیالیو کې د برونزو شپږ مډالونه خپل کړل.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د وزن پورته کولو درې لوبغاړي فضل کریم ترکمن، میرویس رازقي او زبیر نظري په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره ایران تللي وو.

د فجر د وزن پورته کولو درېیم پړاو په نړیوالو سیالیو کې فضل کریم او میرویس رازقي د ۱۰۵ او مثبت ۱۰۵ کلاسونو کې وتوانېدل چې د برونزو درې درې مډالونه خپل کړي.

دغه سیالۍ چې د روان میلادي کال د مارچ په ۶ مه د ایران په اهواز ښار کې پېل شوې چې نن یکشنبه پای ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG