د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

واشنګټن پوسټ: افغانستان کې مو ۶زره ورځې تېرې کړې، موږ دلته څه کوو؟


  • ایکانومېک ټایمز

ایکانومېک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د منځنۍ اسیا د برخې د مسؤلې الیس ویلز هغه وروستۍ څرګندونې راخېستې چې ویلي یې دي، متحده ایالات به افغانستان کې له طالبانو سره مستقیمې خبرې ونه‎کړي او ټینګار یې کړی چې دا وسله‎واله ډله باید د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته رامخې ته شي.

ورځپاڼه د مېرمن ویلز له خولې وايي، موږ غواړو په اساسي توګه دا ومنل شي چې په افغانستان کې مخالف وسله‎وال او واکمن حکومت اړتیا لري چې یو بل سره او همدارنګه له نورو ښکېلو خواوو سره یو روغې جوړې ته د رسېدو لپاره مذاکراتو کې ښکېل شي.

ورځپاڼې د دې امریکايي ډيپلوماټې له خولې د سولې لپاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وروستۍ طرحه طالبانو ته د سولې تر ټولو غوره وړاندیز بللی او له طالبانو یې غوښتي چې د سولې دې وړاندیز باندې جدي غور وکړي.

ایکانومېک ټایمز د الېس ویلز له خولې زیاته کړې، نور د دې وخت دی چې دا کړکېچ پای ته ورسېږي.

د کړکېچ د پای ته رسېدو لارې او نیت شته. نړیوال ملاتړ شته خو د نوموړې په وینا دا یوازې طالبان دي چې د سولې لاره یې تړلې.

نوموړې د امریکا د خلکو په نوم د طالبانو وروستي لیک ته په اشارې ویلي، طالبانو په دې لیک کې یو مهم ټکی له پامه غورځولی او هغه دا چې له اتو کلونو راهیسې امریکا چمتو ده چې د سولې د پروسې ملاتړ وکړي، خو موږ د طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغانستان د خلکو او افغان حکومت ځای نه شو نیولی.

ایکانومیک ټایمز وړاندې د دې امریکايي چارواکي له خولې وايي:

"راځئ له یاده ونه باسو چې دا طالبان وو چې د اسامه بن لادن سپارل یې په پرله‎پسې توګه رد کړل او تر ننه د القاعده ترهګرې شبکې سره اړیکې لري."

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د اوږده حضور په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی، په افغانستان کې مو شپږ زره ورځې تېرې کړې، موږ دلته څه کوو؟

د دې لیکنې لیکوال جورج ایف وېل لیکي:

یو لسیزه مخکې، د ۲۰۰۱ میلادي کال څخه له پیل شوې جګړې اووه کاله وروسته، د امریکا د هغه مهال د دفاع وزیر رابرټ ګېټس وویل، په افغانستان کې د امریکا هدف د یو پیاوړي مرکزي حکومت جوړول وو. کله چې له ګېټس وپوښتل شول چې ایا افغانستان کله داسې حکومت درلود. نوموړې پرته له ځنډه ځواب ورکړ، "نه"

د لیکنې د لیکوال په وینا دا خبره اوس هم صدق کوي.

XS
SM
MD
LG