د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

ټیفا: ملګرو ملتونو هم د راتلونکو ټاکنو لپاره لازمه همکاري نه ده کړې


ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وايي چې د افغان حکومت او انتخاباتي کمېسیونونو سربېره ملګرو ملتونو هم د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو په هدف، لازمه همکاري نه ده کړې.

دغه بنسټ وايي چې د انتخاباتو د کمېسیون ترڅنګ افغان حکومت او ملګرو ملتونونو هم ونه کړای شول چې په خپل وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره کوم کار وکړي.

د دغه بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت لپاره د ملګرو ملتونونو همکاري حتمي ده، خو د نوموړي په خبره، دغه همکاري نه ترسترګو کېږي.

ښاغلي ایوب زاده وویل:

"کم کاري نه یوازې کمېسیون او حکومت ته، بلکې ملګرو ملتونونو ته هم متوجې کېږي کېږي، ملګرو ملتونو ونه شوای کړای چې حد اقل د انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې همکاري وکړي، حکومت اراده نه لري، کمېسیون تراوسه وضعیت نه دی مشخص کړی او نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه، ملګرو متلونو همکاري ونکړه چې د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره زمینه برابره شوې وای."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسیوالیو شورا ګانو د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه د راتلونکي کال د سرطان میاشت ټاکلې وه، خو تازه د دغه کمېسیون مرسیتال معاذالله دولتي ازادي راډیو ته ویلي چې ښايي یاده نېټه وځنډېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرونو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د امنیت شورا په ناسته کې ویلي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره لازم چمتووالی نه دی نیول شوی.

نوموړي دغه شان ټینګار کړی چې په افغانستان کې په شفافه ډول د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ترسره کېدل له یوې خوا د اساسي قانون حکم دی او له بله پلوه د انتخاباتي کمېسیونو د باور د بیا رامنځته کېدو لپاره هم ډېر مهم دي.

د نوموړي په خبره، د راتلونکو انتخاباتو لپاره د لازمو چارو د نه ترسره کېدو او د انتخاباتو پر خپلواک کمېسیون انتقادونه هغه څه وو چې له کبله یې د دغه کمېسیون پخوانی رئیس هم له دندې لېرې کړای شو.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ د ملي شورا ۱۶مې تقنیني دورې د اتم کال په پرانيستغونډه کې وویل چې په خپل وخت د انتخاباتو ترسره کېدل حتمي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر غني زیاته کړه:

"په خپل ټاکلي وخت سره د ولسي جرګې او جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کېدل، يو حتمي امر دی چې په هېڅ وجه په ‌کې بدلون نه‌شي راتلای، دا د ملي وحدت د حکومت دنده ده چې د انتخاباتو لپاره لازم امکانات برابر، امنیت‌ يې ټينګ او په‌ کې د هر ډول ملکي، امنیتي او سیاسي مداخلو مخه ونیسي."

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي هم د ملي شورا د اتم کال په پرانيستغونډه کې وویل چې انتخاباب باید په ټاکلي وخت او په عادلانه ډول ترسره شي.

خو په افغانستان کې نا امني او ځینې نورې تخنیکي ستونزې د انتخاباتو د ترسره کېدو پر وړاندې جدي ستونزې ګڼل کېږي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG