د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۰۶

پوتین: د امریکا په ټاکنو کې له لاسوهنو سره کرملین هېڅ تړاو نه لري


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، که روسي اتباع په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په لاسوهنه لیدل شوي وای، نو دی به بې تفاوته نه وای پاتې شوای.

نوموړي ټینګار کړی دی چې کرملین له دې هڅو سره هېڅ تړاو نه لري.

له این بي سي ټلویزیوني شبکې سره په هغه مرکه چې د جمعې په ورځ خپره شوه، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پوښتنه وکړه چې «تاسو ولې دا پرېکړه کړې چې زما په شمول به روسي چارواکو د دا ډول یو څه د ترسره کولو اجازه ورکړي وي؟»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه ټاکل شوي ځانګړي مفتش رابرټ مولر تېره میاشت ۱۳ تنه روسي اشخاص او درې روسي کمپنۍ په ګوته او تورنې کړې چې په امریکا کې یې د سیاسي اختلاف راپورته کولو لپاره او ددې لپاره چې ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ انتخابات وګټي، پر ټولنیزو رسنیو کمپاین چلولی دی.

خو پوتین د این بي سي ټلویزیوني شبکې ته وویل:

"که چېرې دا کسان روسان هم وي، نو ۱۴۹ میليونه روسان دي... ماته مهمه نه ده، دوی ټول د روسیې د دولت د ګټو استازولي نه کوي."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هغه روسي اشخاص چې په ګوته شوي، د روسیې د حکومت لپاره کار نه کوي او ویې ویل چې کېدای شي له دوی څخه ځینو یې د امریکا د ولسمشرۍ له کاندیدانو څخه د یوه لپاره کار کاوه.

په هغو روسانو کې چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې پرې د مداخلې تور دی، یو یې یېوګینې پرې ګوژین دی چې له پوتین او د روسیې له دولت سره اړیکې لري.

پر نوموړي تور دی چې په سنټ پیټرزبورګ کې یې د انټرنیټي څېړونو یوې ادارې ته پیسې ټولې کړې چې دا اداره د امریکا په انتخاباتو کې په لاس وهنه تورنه ده.

XS
SM
MD
LG