د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۲۸

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به سبا شنبه له نیپال سره لوبه وکړي


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به سبا شنبه له نیپال سره د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په غواروي سیالیو کې لوبه وکړي.

دا په ګروپي دور کې د افغانستان څلورمه لوبه ده.

افغان ټیم مخکنۍ ۳ واړه لوبې په سکاټليند، زيمبابوې او هانک کانګ بایللې دي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان راشد خان وویل، د مخکني کپتان اصغر ستانکزي له لوبو پاتې کېدل او له دوو لوبو د شهزاد محمدي پاتې کول هغه عوامل وو چې د افغانستان په ماتې کې یې لوی لاس درلود.

تر پرونۍ لوبې وروسته د راشد خان لنډې خبرې د کرکټ نړیوالې شورا په خپله پاڼه خپرې کړي او هغه بیا هم راتلونکې لوبې ته هیله مندي ښيي او وایي:

"هېڅ شی هم د اټکل وړ نه دي چې موږ دې وتلي یوو، که موږ له نیپال لوبه وګټو او د نيپال او هانک کانګ د لوبې تر منځ زموږ په ګټه کوم کار وشي، بیا هم چانس لرو، خو لکه څنګه چې موږ درې وروستۍ لوبې ولوبولې، له موږه چې څنګه توقع کېده، له هغې سره سمه نه وه، بیا هم موږ هیله مند یوو چې راتلونکي کې ښې لوبې وکړو."

افغانستان په درېیو ماتو سره نړیوال جام ته د ورتګ چانس له لاسه ورکړی او کرکټ بورډ هم د تېرو ماتو په خاطر، له ولسه بښنه غوښتې ده.

کرکټ بورډ د خلکو له تُندو غبرګونو سره دا ژمنه کړې ده چې د لوبو په تمامېدو سره به د ټولو کمزورو ټکو په اړه سپیناوی ورکړي.

XS
SM
MD
LG