د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

په کابل کې د الزهرا جومات ته څېرمه یوه ځانوژونکي برید ۹ تنه وژلي

د کورنیو چارو وزارت یو مقام وایي چې نن جمعه د کابل د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې یو ځانوژونکی برید...

نن جمعه شااو خوا ۱۱ نیمې بجې د کابل د دشت برچي سیمه کې د الزهرا جومات ته څېرمه یوه چاودنه شوې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې چې چاودنه د یوه مقناطيسي ماین له کبله رامنځته شوې، خو امنیتي مسؤلینو یې د څرنګوالي او زیان په اړه تراوسه څه نه دي ویلي او نه کوم چا یا ډلې د دې پېښې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

په دې اړه نور جزیات وروسته...

د کابل امنیه قومنداني وايي، د شپږمې امنیتي حوزې په یوه اړونده سیمه کې نن جمعه یوه انتحاري حمله شوې ده.

د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد شېبه مخکې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې تر دې دمه د پنځو کسانو مړینه تأییدوي.

هغه د ټپيانو د دقیق شمېر په اړه څه ونه ویل.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند ښاغلي مجاهد وویل، پلټونکی ټیم سیمې ته تللی او جزیات وروسته روښانه کېږي.

اخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په خپله فیس بوک پاڼه لیکلي چې انتحاري حمله نن شاوخوا یوولس نیمې بجې له خوا د شپږمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې شوې ده.

هغه ویلي اوه کسان وژل شوي او اوه نور ټپیان دي او په وژل شویو کې یو پولیس شامل دی.

د راپورونو په اساس، دا انتحاري حمله په شپږمه امنیتي حوزه کې هغې سیمې ته نېږدې شوې چې د عبدالعلي مزاري د وژل کېدو د ۲۳م تلین د مراسمو لپاره ګڼ خلک سره ټول شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت یو مقام وایي چې نن جمعه د کابل د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې یو ځانوژونکی برید شوی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل، بریدګر هڅه کوله چې په سیمه کې د عبدالعلي مزاري د مړینې ۲۳م تلین په اړه جوړیو شویو مراسمو ته ځان ورسوي، خو د لومړي کمربند د پولیسو له پېژندو سره سم یې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړه.

د ښاغلي رحیمي په خبره چې په دغه برید کې د یوه پولیس په ګډون، ۹ تنه وژل شوي او ۱۸ نو ټپیان شوي دي.

په دغو مراسمو کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د نوموړي دوهم مرستیال محمد محقق، د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش او یو شمېر نورو دولتي او سیاسي څېرو ګډون درلود.

د افغانستان جمهوري ریاست دغه برید غندلی او د بشر ضد عمل یې بللی دی.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په لوېدیځ کې انتحاري حملې د یوه پولیس په ګډون، نهه کسان وژلي او ۱۸ یې ټپیان کړي دي.

په داسې حال کې چې د جمعې په ورځ په کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم او د عبدالعلي مزاري د یاد غونډو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو، خو بیاهم د مزاري یاد غونډې ته څېرمه انتحاري حمله وشوه.

د کورنیو چارو وزارت وايي، انتحاري قصد درلود چې د عبدالعلي مزاري په یاد جوړې شوې غونډې ته ننوځي، خو په لومړۍ تلاشۍ کې د پولیسو له لورې له پېژندلو وروسته، غونډې ته نېږدې په څو سوه مترۍ کې ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکوي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"نهه کسان ووژل شول چې اته یې ملکیان او یو یې پولیس دی، په پېښه کې ۱۸ تنه ټپیان دي چې درې یې پولیس دي."

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۲ ټپیان شوي دي.

دغه حمله شااوخوا ۱۱ نیمې بجې په داسې مهال وشوه چې د پخواني او اوسني حکومت ځینو چارواکو له هغې جملې د ولسمشر دوهم مرستیال سرودانش، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقیق او یو شمېر سیاسي څېرو د عبدالعلي مزاري د وژنې په یادغونډه کې ګډون کړی و.

اسلامي دولت یا داعش ډلې د اعماق په نوم په خپله انټرنیټي پاڼې د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

له دې سره په خوا کې دوه اوونۍ وړاندې د کابل ښار د شش درک په سیمه کې په دوهمه انتحاري حمله کې یوشمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې اعلامې په خپرولو سره دغه حمله غندلې ده او د عامو خلکو غونډې په نښه کول یې بشري ضد جنایت بللی.

په اعلامیه کې ویل شوي، دا ډول اعمال له اسلامي او بشري ارزښتونو سره په ټکر کې دي او د داسې پېښو عاملین د سختو مجازاتو مستحق دي.

د پېښې یوشمېر عیني شاهدانو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"محمد ایوب یم، د یوې درنې چاودنې غږ مې واورېد، وروسته مې ولیدل چې ټپيان یې رينجر ته پورته کول."

"ناظر حسین یم د کلا ناظر د سیمي یو دوکاندار، دلته محصلینو هم تلاشي کوله چې حمله رامنځته شوه."

له دې ټولو سره بیاهم حمله داسې مهال رامنځته کېږي چې د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغو مراسمو لپاره یې په ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیولي او په څو سوه مترۍ کې یې درې امنیتي کمربندونه جوړ کړی وو.

د ولسي جرګې یوشمېر غړي د داسې حملو په مخنیوي کې کشفي او استخباراتي بنسټونه پړه بولي.

د دوی له ډلې نظیفه ذکي وايي، تر هغې چې په دغو بنسټونو کې بشپړ اصلاحات رانشي، وړ کسان په دندو ونه ګمارل شي، د امنیتي کمربندونو په جوړېدا سره په ښار کې امنیت نه شي راتلای.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG