د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

حدید: نور له ۴ ورځو راهیسې خپل دفتر ته نه‌دی تللی او ناستې یې محدودې شوي


عطا محمد نور چې تر یوې اوونۍ وړاندې یې له خلکو سره هره ورځ ناستې لرلې او د جمهوري ریاست په ادرس‌یې تُند انتقادونه کول له څلورو ورځو راهیسې یې له خلکو سره کتنې محدودې کړې دي.

د بلخ د ولایتي شورا رئیس افضل حدید د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه معلومه نه‎ده چې عطا محمد نور له حکومت سره هوکړې ته رسېدلی که نه؟

خو وايي، په وروستیو څو ورځو کې د خپل کار دفتر ته نه‎دی تللی.

د بلخ د ولایتي شورا رئیس افضل حدید
د بلخ د ولایتي شورا رئیس افضل حدید

نوموړی وايي:

"په تېر کې یې له ډېرو خلکو سره لیدنې کولې، خو په وروستیو ورځو کې یې پیغام ورکړی چې خلکو ته د ستونزو د جوړولو د مخنیوي لپاره دوه درې ورځې کېږي چې دفتر ته نه‎دی راغلی، خلکو سره کتنې لري، خو اوس‌یې محدودې کړې دي."

د عطا محمد نور ویاند منیر فرهاد په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه، خو د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې حکومت د دغې مسئلې د سوله‎ییز حل غوښتونکی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس او د ولسمشر د دفتر رئیس سلام رحیمي بلخ تللي وو او له عطا محمد نور سره‌يې د بندو دروازو تر شا خبرې اترې وکړې.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال همغه ورځ د دې لیدنې د پایلو په اړه هیله‌مندي وښوده او ویې‌ویل، هیله شته چې وروستۍ خبرې اترې به مثبته نتیجه ورکړي.

نږدې درې میاشتې وړاندې جمهوري ریاست د عطا محمد نور استعفا ومنله او انجنیر محمد داوود یې د بلخ نوی والي اعلان کړ.

خو د ارګ دا پرېکړه تر اوسه د عطا محمد نور او جمعیت اسلامي ګوند له‎‎خوا نه‎‎ده منل شوې او عطا محمد نور لا هم خپل کار ته دوام ورکوي.

ښاغلي نور په دې موده کې په کراتو د خپلو پلویانو ترمنځ په بېلابېلو ناستو کې راڅرګند شو او مرکزي حکومت ته‌يې په تُنده لهجه وویل چې تر هغې به د بلخ ولایت له څوکۍ لیرې نه‎شي، څو له ارګ سره خبرو اترو کومه نتیجه نه‎وي ورکړي.

خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په‎دې باور دي چې له خپلو پلویانو سره د عطا محمد نور د لیدنو کتنو کمېدل په ډاګه کوي چې نوموړی د ارګ له پلاوي سره یو شمېر هوکړو ته رسېدلی دی.

خو دا چې حکومت او عطا محمد نور په خپلو کې هوکړې ته رسېدلي دي او که نه؟ حکومت‌یې په اړه څه نه‎دي ویلي.

د بلخ د ولایتي شورا رئیس او عطا محمد نور ته نږدې کس افضل حدید وايي چې ښاغلي نور د جمهوري ریاست له پلاوي سره په وروستۍ لیدنه کې یو بل ته وړاندیزونه سپارلي، خو د زیاتو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG