د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

د افغانستان او هانک کانګ د کرکټ ملي ټیمونه سبا لوبه کوي


د افغانستان او هانک کانګ د کرکټ ملي ټیمونه سبا د نړیوال جام په غواروي لوبه کې مخ کېږي.

دا د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام په غوراوي لوبو کې د افغانستان درېیمه سیالي ده.

افغانستان تر دې مخکې له سکاټلند او زېمبابوې ماته خوړلې او نړیوال جام ته‌یې د ورتګ چانس کم ښودل شوی دی.

د کرکټ مبصرین وایي، افغانستان باید د ګروپي او شپږ غوره دور ټولې لوبې وګټي او په دې تمه شي چې نور ټیمونه ښې لوبې ترسره نه‌کړي څو د افغانستان چانس جوړ شي.

د نړیوال جام غوراوي سیالیو له ۱۰ ګډونوالو لوبډلو به تر ګروپي او شپږ غوره سیالیو وروسته یوازې دوه لوبډلې چې تر نورو زیات امتیازونه ولري نړیوال جام ته لار پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG