کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم له طالبانو سره د سولې په تړاو په روانو بحثونو او په غزني کې د عامه خلکو په احتجاج لیکنې خپرې کړې دي.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي چې په افغانستان کې روانه جګړه یوازې د سیاسي خبرو له لارې پای ته رسېدی شي.
ورځپاڼې وړاندې د «امریکن کنورسېشن» رسنۍ په حواله لیکلي دي چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې افغانستان د جګړو او پوځي عملیاتو له کبله زیات زیانمن شوی دی او په پوځي عمل ټینګار دا زیانونه څو برابره زیاتولی شي.
ورځپاڼې د خپل همدې مخ په یو جلا مطلب کې د سولې د عالي شورا په حواله لیکلي دي چې له طالبانو سره د سولې خبرې باید د روسیې په حضور کې ترسره شي.
ورځپاڼې د مطلب په دوام لیکلي دي چې روسیه په سیمه کې د لازم نفوذ څخه برخهمنه ده او پهکار ده چې د افغانستان د سولې په بهیر له هغې ګټه پورته شي.
د سولې خبرې باید د روسیې په حضور کې ترسره شي.
- ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې لیکلي دي چې واشنګټن له طالبانو غوښتي دي چې د ولسمشر اشرف غني د سولې د وړاندیز په اړه دې جدي غور وکړي.
ورځپاڼې د جنوبي او منځنۍ اسیا لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مرستیالې مېرمن الېس ولز په حواله لیکلي دي چې ولسمشر اشرف غني له طالبانو د تسلیمېدو غوښتنه نهده کړې.
ورځپاڼه لیکي:
که څه هم طالبانو تر اوسه د ولسمشر وړاندیز ته رسمي غبرګون نهدی ښودلی، خو لیکلي يې دي چې مېرمن ولز د طالبانو دا ادعا چې ګویا ولسمشر اشرف غني د طالبانو د تسلیمېدو غوښتنه کړې، ناسمه بللې ده.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د سولې د وړاندیز په اړه د طالبانو غبرګون سوړ بللی او لیکلي یې دي، پهداسې حال کې چې طالبان د سولې لهپاره شوی وړاندیز د دوی د تسلیمېدو غوښتنه بولي، خو نړیوالو یې کلک ملاتړ کړی دی.
هېواد لیکلي دي چې لا هم فرصت شته او طالبانو ته پهکار ده چې له ساړه دریځه راوځي او په خپلواکه توګه د سولې خبرو ته حاضر شي.
ورځپاڼه لیکي:
طالبانو ته پهکار ده چې د جګړې پر ځای چې ګټلیې ورته ګران دي، سیاست ته مخه کړي او د سیاست پر مټ ځان مطرح او په حکومت کې څوکۍ وګټي.
په غزني کې د عامه خلکو د وژنې په غبرګون کې پیل شوي احتجاجونه هم د کابل ورځپاڼو د نننیو ګڼو په سرلیکونو کې لیدلی کېږي.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې د عامه خلکو د وژنې په غبرګون کې د پیل شویو احتجاجونو په تعقیب مرکزي حکومت سیمې ته یو پلاوی استولی دی، څو د پېښې په اړه تحقیقات وکړي.
ورځپاڼه لیکي:
احتجاج کوونکو د استول شوي پلاوي سره د خبرو پر مهال دا منلې ده چې تر دوو ورځو به احتجاج پای ته رسوي، خو که د پېښې د عاملینو پر ضد اقدام ونهشي او برمته شوي کسان خوشې نهشي، نو د احتجاج لړۍ به بیا پیلوي.
ورځپاڼه لیکي چې د حکومت پلاوی داسې مهال سیمې ته تللی دی چې په غزني کې د احتجاجونو لمنه تر کابله هم راورسېدله او پرون سې شنبه په سلهاو خلک واټونو ته په راوتلو سره د عدالت غږ پورته کړ.
- ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې بیا په غزني کې د ځایي چارواکو په حواله لیکلي دي چې حکومتي پلاوي د قرهباغ د پېښې عاملین پېژندلي دي.
خو ورځپاڼې لیکلي دي چې اعتراض کوونکو ویلي دي چې تر هغو به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي چې حکومتیې غوښتنې نهوي منلي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې په غزني کې د روانو مظاهرو له کبله د غزني ښار له نیمایي زیات بند دی او له تېرو څلورو ورځو راهیسې د کابل-کندهار د لارې د تړل کېدو له امله دواړو خواو ته په سلهاو مسافر وړونکي او لارۍ بندې پاتې دي.
ورځپاڼه لیکي:
د غزني اوسېدونکي له دغه حالته په اندېښنه کې دي او له مرکزي حکومته غواړي چې د ستونزې د حل لهپاره دې اقدام وکړي.