د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۲۷

دفاع وزارت: پاکستان په افغانستان کې د معدني موادو له قاچاق نه ګټه پورته کوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، پاکستان په افغانستان کې د معدني موادو، د انسان او د مخدره توکو له قاچاق څخه ګټه پورته کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ کابل کې د سرتېرې د ملي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د ترورېزم او افراطیت ترویج لاهم د پاکستان کار دی.

د هغه په خبره په افغانستان کې د جګړې دوام د دې لامل شوی چې پاکستان د کانونو او انسان د قاچاق همدا راز د مخدره موادو له لارې ګټه پورته کړي.

ښاغلي رادمنش په هلمند، ننګرهار، بدخشان او ارزګان ولایتونو کې نا امنیو ته په اشارې سره وویل:

محمد رادمنش
محمد رادمنش

"دا د دې لپاره دي چې په دغو ځایونو کې کانونه زیات دي او همدا راز د کوکنار کښت چې دوی افغانستان ته انتقال کړی د دې لامل شوی چې د پاکستان په پانګه کې ډېر زیاتوالی راشی، که نن په افغانستان کې افراط ګرايي ده، که د مخدره موادو قاچاق دی د پاکستان له لورې لارښوونه او سازمندهي کېږي او د کانونو قاچاق څخه پاکستان ګټه پورته کوي، همدا راز د انسان او وسلو قاچاق هم د پاکستان د یو شمېر کسانو له خوا تر سره کېږي."

د افغانستان دفاع وزارت د ویاند مرستیال همدا راز وویل چې پر پاکستان د نړیوالو فشارونو سره سره لا هم دغه هېواد له افراطیت او ترورېزم څخه ملاتړ کوي.

د هغه په وینا پاکستان په افغانستان کې روانې جکړې ته په کتو غواړي چې د افغانستان له اوبو ګټه پورته کړي او سوداګریز توکي یې د افغانستان له لارې ښه بازار ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د تر سره شویو سروېګانو له مخې په افغانستان کې ۸۰۰ ډول ډول کانونه شته چې یوازې۱۲۰ یې په هلمند ولایت کې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال په خبره، په هغه سیمو کې به جکړه زور واخلي په کومو کې چې زیات کانونونه شته.

له بلې خوا په افغانستان کې د کوکنارو کښت هم د جګړې یو لامل بلل کېږي چې د افغان حکومت په خبره ډېری ګټه د نړیوالو مافیايي کړیو ته رسېږي او افغان کروندګرو ته یې ګټه ډېره کمه ده.

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان هم وايي چې پاکستان د افغانستان په اړه تدوین شوې ستراتیژي لري او له دغې ستراتیژۍ د ځان په ګټه کار اخلي.

د پوځي چارو افغان کارپوه میرزا محمد یارمند د سې شنبې په ورځ ازاډیو ته وویل چې نشه یي توکي، مدني مواد او د انسان قاچاق د افغانستان جګړه تمویلوي.

نوموړي زیاته کړه:

"پاکستان د دې لپاره په معادونو کار کوي چې د طالبانو د جګړې د یوې برخې لګښت اکمال کړي د بېلګې په توګه د بدخشان د کران منجان معدن چې کله کیندل کېږي د کیندل شویو لاجوردو یوه برخه یې په قاچاقي توګه پاکستان ته وړل کېږي."

خو د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند وايي چې افغان حکومت د هر ډول قاچاق د مخنیوي لپاره چمتو دی.

نوموړی ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونو د کلونو په جریان کې له طبعي منابعو څخه د ساتنې په لار کې قربانۍ ورکړي او له دې وروسته به هم د هر ډول ګواښ ځواب ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG